لښکرګاه (پژواک ۱۷مرغومى۹۳): د هلمند ولايت مسوولين وايي، د ولس له کلکې همکارۍ پرته د امنيت ټينګښت ناشونى دى.
دوى د مرغومي په ١٧مه، په لښکرګاه کې د يوې غونډې په ترڅ کې له قومي مشرانو او ديني عالمانو وغوښتل، چې په دې برخه کې نه يواځې دوى سره همکاري وکړي، بلکې اسانتياوې هم رامنځته وکړي.
د هلمند مرستيال والي محمد جان رسوليار يادې غونډې ته وويل، چې اوسمهال د پوليسو ترڅنګ د نورو ټولو افغان ځواکونو وړتياوې لوړې شوې او کولی شي له ولس سره يو ځای د امنيت په ټينګښت کې کار وکړي.
هغه زياته کړه، اړونده ارګانونه دې هڅه وکړي چې د پوليسو او خپلو ټولو ځواکونو وړتياوې لوړې کړي، نظم او ضبط مراعات کړي، څو د سرتېرو تلفات کم او د دولت د وسله والو مخالفينو د نويو تکتيکو مخه ونيسي.
رسوليار وايي، افغان ځواکونه په ټوله کې د هغوی مسوولين دې خپل کارونه د پلان له مخې ترسره کړي ، خو په دې برخه کې د ولس او ديني عالمانو پر همکاريو يې ټينګار وکړ.
د امنيه قوماندانۍ سرپرست او د امنيت امر سمونوال پاچاګل بختيار له قومي مخورو څخه غوښتنه وکړه، چې په اړونده برخه کې له پوليسو سره د همغږۍ شوراګانې جوړې کړي.
د نوموړي په وينا، تر دې دمه چې پوليسو کومې قربانۍ ورکړي او د امنيت په ټينګښت يې خپله وړتيا ښودلې ده، ولس او دولت ته د منلو ده؛ ځکه تر خپل مسووليت يې ډېر کار کړی دی.
د امنيه قوماندانۍ د ولسي پوليسو د څانګې مشر سمونوال ګلاب ايوبي وويل، چې دوی له خلکو سره په بېلا بېلو ولسواليو کې شوراګانې جوړې کړي او قضاوت يې هغوی ته ورکړی، څو دا په ډاګه شي، چې د امنيتي ارګانونو شتون د دوی په سيمه کې ګټور دی او که د دولت د وسله والو مخالفينو شتون؟
هغه زياته کړه، چې د دولت وسله وال مخالفين، د هر ډول پرمختګ مخه نيسي، د خلکو په کورونو کې سنګرونه جوړوي، جوماتونه او مدرسې بندوي، پلونه په بمونو الوځوي او د افغانانو کلتور او فرهنګ ته په يو او بل ډول زيان اړوي.
نوموړي له قومي مشرانو غوښتنه وکړه، چې له دوی سره يو ځای کار وکړي او هغه خلک وپوهوي، چې په يو او بل نوم د دولت مخالفت کوي.
د حاجي احمد په نوم د باباجي سيمې يوه قومي مشر پژواک اژانس ته وويل، له هغې ورځې چې د دوی په سيمه کې امنيت رامنځته شوی، خلک د دولت د وسله والو مخالفينو له ځورونې خلاص شوي دي.
هغه زياته کړې چې تر دې وروسته د سيمې اوسېدونکو له ملي پوليسو سره همکاري پيل کړې او په دې کار سره يې امنيت نور هم ښه شوى دى.
د نادعلي ولسوالۍ د کوفکي د سيمې اوسېدونکي حاجي عبدالخالق چې په ياده غونډه کې يې ګډون درلود، وويل چې يو وخت امنيت يواځې تر لښکرګاه ښاره پورې محدود و، خو کله چې د نادعلي، ناوې او ګرمسېر ولسواليو خلکو له دولت سره لاس يو کړ، د امنيت پر وړاندې ټولې شته ستونزي يې هوارې شوې دي.
نوموړي له دولته غوښتنه وکړه، چې اوسمهال په هغو ولسواليو په ځانګړي توګه په شمالي سيمو کې دا ډول پلانونه په لاره واچوي، چې د خلکو او دولت تر منځ پروت واټن لرې شي او خلک وپوهېږي چې دولت د دوی په ګټه دی.
د يونس موسوي په نامه يوه ديني عالم يادې غونډې ته وويل، چې اوسمهال د دولت وسله والو مخالفينو ته د جګړې هېڅ پلمه نه ده پاتې، ځکه چې اوس امنيت د افغان ځواکونو په لاس کې دى.
هغه زياته کړه، چې اوس ټول واکونه له افغانانو سره دي، ځکه نو بايد ټول ولسونه له خپلو امنيتي ځواکونو څخه ملاتړ وکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP