Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ويسا: د نشه يي توکو پر وړاندې مبارزه مسوولانه نه ده

کندهار (پژواک ١٧ مرغومى ٩٣): د کندهار سرپرست والي وايي، د نشه يي توکو د کر او قاچاق پر وړاندې مبارزه مسوولانه نه ده او په دې برخه کې اړوند وزارت خپله دنده په سمه توګه نه ده تر سره کړې.

نوموړي دغه څرګندونې نن د مرغومي په ١٧مه د نشه يي توکو پر ضد د عامه پوهاوي په يوه غونډه کې وکړې، چې له کابله په کې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت مرستيال محمد ابراهيم اظهر، د دولتي ادارو مسوولينو، ولسوالانو، قومي مشرانو او کروندګرو ګډون کړى وو.

په دې غونډه کې ډاکټر توريالي ويسا د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې پر وزارت نيوکه وکړه، چې له نشه يي توکو سره د مبارزې په نوم يې ميليونونه ډالر لګولي، خو هېڅکله يې کروندګرو ته د کوکنارو بديل ور نه کړ.

هغه زياته کړه، تر هغه چې کروندګرو ته د کوکنارو بديل ور نه کړل شي او د هغوى روا کښتونو ته بازار و نه موندل شي، نو د نشه يي توکو پر ضد مبارزه به ټکنۍ او بې پايلې وي.

نوموړي دغه راز يادونه وکړه، چې اړوند وزارت دې ولايت ته د کوکنارو د کښتونو د اړولو په موخه داسې تراکتورونه ورکړي، چې د يوه کال لپاره هم سم کار نه شي کولاى.

ده غوښتنه وکړه، چې د کوکنارو د کر او قاچاق د مخنيوي په موخه دې له اړتيا سره سم امکانات په واک کې ورکړل شي.

هغه له نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کې د عامه پوهاوي پر پروګرام هم نيوکې وکړې او ويې ويل، چې د (سيارې) په نوم اداره له وزارت څخه په همدې نامه سلګونه زره ډالر اخلي، خو فعاليت يې هېڅ محسوس نه دى.

ويسا له نشه يي توکو پر وړاندې په مبارزه کې دغه راز کړنې له زغمه وتلې وګڼلې او ويې ويل، نه غواړي چې د هغوى پر سر کاروبار وشي.

ده غوښتنه وکړه، چې اړوند وزارت او سيارې موسسه دې د نشه يي توکو پر ضد د عامه پوهاوي بيلبورډونه، بروشرونه، کتابونه او نور په کندهار کې چاپ کړي او د دې ولايت په رسنيو کې دې د خلکو په سيمه ييزه لهجه د عامه پوهاوي تبليغات وشي.

د ده په خبره، په کندهار کې دا هر څه په داسې حال کې کېږي چې دغلته د نشه يي توکو د کر او اسانه لاسرسي په سبب شاوخوا ١٠٠زره تنه په نشه يي توکو روږد شوي دي،؛ که له دې ډلې هر کس د ورځې يو ډالر د نشه يي توکو په رانيولو ولګوي، نو د ورځې سل زره ډالر کېږي، چې لوى ټولنيز زيان دى.

د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې وزارت معين محمد ابراهيم اظهر وويل، هڅه به وکړي چې له نشه يي توکو سره په مبارزه کې پرتې ستونزې هوارې کړي.

هغه هم يادونه وکړه چې د کوکنارو د کښت ٩٠ سلنه ګټه بهرني قاچاق وړونکي وړي، خو نوم يې د افغانانو بد کړى دى.

نوموړي زياته کړه، کروندګرو له ځانونو د همدې قاچاق وړونکو خدمتګاران جوړ کړي، د لږې ګټې لپاره يې اسلامي ارشادات شاته غورځولي او خپله نفقه له حرام کښت څخه تر لاسه کوي.

په دې غونډه کې ګڼ شمېر نورو چارواکو او مسوولينو هم د کوکنارو کښت د مخنيوي په اړه خبرې وکړې او د نورو هلو ځلو تر څنګ يې له ديني عالمانو او د جوماتو له امامانو وغوښتل، چې په دې برخه کې خپل مسووليت تر سره کړي او خلک د کوکنارو له کښت او قاچاقه راوګرځوي.

 

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.