مزارشريف ( پژواک، ١٨ مرغومى ٩٣ ) : د بلخ ديني عالمانو د يوې غونډې په ترڅ کې د افغان ځواکونو ستاينه وکړه او ورڅخه يې د کلک ملاتړ اعلان وکړ.
د دغه ملاتړ اعلان د بلخ ولايت په مرکز مزاشريف ښار کې د مرغومي په ۱۸مه، د ميلاد نبي جشن په ترڅ کې وشو، چې د بلخ د عالمانو شورا د غړو تر څنګ په کې قومي مشرانو، دولتي او امنيتي چارواکو او د مدني ټولنې غړو برخه اخيستې وه.
د بلخ ولايت د علماوو د شورا غړي عزيزالله بلاغي وويل، چې دوی نن د اسلام د ستر پيغمر حضرت محمد(ص) پيدايښت د جشن په پلمه سره غونډ شوي دي.
نوموړي زياته کړه، چې د دې عصر مسلمانان بايد په دې وياړ وکړي، چې د حضرت محمد ص په امت کې راغلي دي.
د هغه په وينا، بايد د اسلام د ستر پيغمبر د سنتو پر ځای کولو له لارې د خپل هېواد حالاتو د سمون لپاره هڅې وکړو.
نوموړي همداراز په هېواد کې روانه جګړه ناروا وبلله او د وينې تويدنې د لړۍ د بندېدو غوښتنه يې وکړه.
بلاغي زياته کړه : ((موږ د افغان ځواکونو په کلکه ملاتړ کوو او هغه کړۍ او خلک محکوموو، چې د افغانانو پر وړاندې جهاد روا بولي.))
د علماوو د شورا غړي محسن دانش وويل، که چېرې د هېواد له ملي ځواکونو سره د هغه هېواد د علماوو ملاتړ وي نو له ستونزو سره مخ کېدی شی.
نوموړي زياته کړه، چې په افغانستان کې بايد ديني عالمان له خپلو ځواکونو ملاتړ وکړي، ځکه چې د مسلمان ملت او مسلمان هېواد د ساتنې لپاره له خپل مال او سر څخه تېر دي.
د هغه په وينا، دوی په کلکه له خپلو افغان ځواکونو ملاتړ کوي او په هره ستونزه کې يې تر شا ولاړ دي.
دانش وويل: ((د ديني عالمانو تشويق له سرتېرو سره په سنګر کې د روحيې په پياوړتيا کې مرسته کوي، چې د دښمن پر وړاندې جانانه وجنګېږي.))
د شمال زون د ۲۰۹ شاهين قول اردو د عمومي اړيکو مسوول بريد جنرال غلام فاروق احمدي، چې په ياده غونډه کې يې برخه اخيستې وه، پژواک ته وويل، وياړي، چې انسان، مسلمان او افغان پيدا شوی دی.
نوموړي زياته کړه،دوی خوښ دي چې د بلخ ولايت ديني عالمانو د ملت پر وړاندې دوی تشويق کړي او د کلک ملاتړ اعلان يې وکړ.
د هغه په وينا، د ديني عالمانو ملاتړ دوی ته د دښمن پر وړاندې روحيه ورکوي، چې دوی ورته اړتيا لري.