جلال اباد ( پژواک، ١٨ مرغومى ٩٣ ) : په ننګرهار ولايت کې د بهرنيو ځواکونو د يوې بې پيلوټه الوتکې بريد کې شپږ وسله وال وژل شوي دي.
د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ وياند حضرت حسين مشرقيوال د مرغومي په ١٨مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه پرون ناوخته په سرحدي ولسوالۍ لعلپورې کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه، چې د بهرنيو ځواکونو يوې بې پيلوټه الوتکې د لعلپورې ولسوالۍ په لرې سيمه چکنور کې د وسله والو پر پټنځاى بريد کړى دى.
مشرقيوال وويل چې په دې بريد کې شپږ وسله وال مخالفين وژل شوي او د هغوى پټنځاى هم له منځه تللى دى.
د نوموړي په وينا، په دې بريد کې درې وسله وال ټپيا شوي هم دي، خو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يادونې ده چې په دې وروستيوکې د ننګرهار په بېلا بېلو سيمو کې د بهرنيو ځواکونو بې پيلوټه بريدونه زيات شوي ، چې له امله يې ګڼ شمېر وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP