Language

سالارزى: تر اوسه پورې د کابينې په اړه وروستۍ پرېکړه نه ده شوې

 کابل (پژواک ١٨ مرغومى ٩٣): د ولسمشر وياند د کابينې غړو د اعلان په اړه له وروستيو پړاونو خبر ورکړى، خو وايي تر هغه مهاله چې په دې اړه د نظر وړ معيارونه بشپړ نه شي؛ کابينه به اعلان نه شي.

 د ولسمشر وياند نظيف الله سالارزي له پژواک خبري اژانس سره د خبرو پر مهال د يو شمېر رسنيو له لوري د نوماند وزيرانو د احتمالي نوملړ په اړه غبرګون څرګند کړ.

 هغه د يادو نوملړونو له منلو او ردولو پرته وويل: ” د کابينې د ټاکلو چارې خپل وروستي پړاو ته رسېدلې، خو په دې اړه وروستۍ پرېکړه نه ده شوې.”

 سالارزي څرګنده کړه، چې د وزيرانو د اعلانولو لپاره کومه ټاکلې موده نه شي ويلى، خو دغه کار به په نږدې راتلونکي کې وشي.

 د ولسمشر وياند په دې ټينګار وکړ، تر هغه مهال پورې چې ولسمشر په دې ډاډمن نه شي چې په دې اړه د نظر وړ معيارونه نه دي رعايت شوي؛ د وزيرانو د اعلانولو نوملړ به اعلان نه کړي.

 د ملي يووالي تمثيل، کفايت او وړتيا او په حکومت کې د ښځو ونډه هغه معيارونه، چې د هغه په وينا د کابينې لپاره په پام کې نيول شوي دي.

ورته مهال د ملي يووالي حکومت د اجرايي رياست يوې سرچينې هم پژواک ته ويلي، چې د يو شمېر رسنيو له لوري د حکومت د دواړو مشرانو تر منځ د احتمالي کابينې د نوملړ خپرول وروستي نه دي.

 د ولسمشر او د حکومت د اجرايي مشر تر منځ د وزيرانو د وروستي نوملړ په اړه د هوکړې د نشتون خبرې داسې مهال راڅرګنديږي، چې تېره ورځ د حکومت لومړۍ سل ورځې پاى ته ورسېدې.

 په دغه موده کې د دوى له لوري د ټاکنيز کمپاين پر مهال د يو شمېر ژمنو له ډلې، يوازې له امريکا سره د امنيتي هوکړه ليک لاسليک او د کابلبانک د دوسيې څېړل عملي شوي دي.