پل علم (پژواک، ١٩ مرغومى ٩٣): وسله والو په لوګر ولايت کې د ماين پاکۍ موسسې اته کارکوونکي تښتولي او د هغوى درې موټر يې سوځولي دي.
د لوګر د سرپرست والي وياند دين محمد دروېش پژواک خبري اژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو نن غرمه د هيلوترست موسسې دوه کارکوونکي او شپږ چلوونکي له څلور کاماز او دوو امبولانس موټرو سره تښتولي دي.
د هغه د معلوماتو له مخې، دغه کسان د محمداغې ولسوالۍ زرغون ښار کلي ته بيول شوي دي.
د سيمې يو اوسېدونکى عزيز الله وايي چې ياد ماين پاکان د لوګر د مرکز پل علم د دادو خېلو په دښته کې له تېر کال راهيسې په کار بوخت وو.
هغه زياته کړه چې د سيمې ځيني خلک هم په دې موسسه کې کار کوي او دوه تښتول شوي چلوونکي هم همدې سيمې اوسېدونکي دي.
د زرغون ښار يوه اوسېدونکي چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي، پژواک ته وويل: ((طالبانو د ماين پاکۍ موسسې درې موټرونه سوځولي چې همدا اوس ترې لوګى پورته کېږي.))
د محمداغې امنيه قوماندان سمونيار عبدالوکيل حقيار وايي چې ياده سيمه نا امنه ده او له همدې امله تر اوسه امنيتي ځواکونه نه دي توانېدلى چې سيمې ته ولاړ شي او تښتول شوي کسان د طالبانو له بنده راخوشي کړي.
د يادونې ده، په روان کال کې د ماين پاکۍ موسسې يو شمېر کارکوونکي په پل علم، خوشي او محمداغې ولسواليو کې د وسله والو له خوا تښتول شوي، خو د سيمې د مخورو او قومي مشرانو په منځګړيتوب بېرته خوشي شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP