مزارشريف ( پژواک،٢٠ مرغومى ٩٣ ) : د بلخ ولايت د مدني ټولنې يو شمېر فعالانو په فرانسه کې د شارلي ابدو اوونيزې پر دفتر شوى ترهګريز بريد وغانده.
دوى له ملګرو ملتونو غوښتنه وکړه، چې د اسلام مقدساتو ته د سپکاوي مخه دې ونيسي، چې د پاريس غوندې پېښه بيا تکرار نه شي.
د مدني ټولنو فعالانو د مرغومي په ۲۰مه، د بلخ ولايت د اطلاعات او فرهنګ رياست په انګړ کې د يوې احتجاجي غونډې په ترڅ کې يادې څرګندونې وکړې.
په مزارشريف ښار کې د مدني ټولنې فعال عبدالقادر مصباح وويل، چې دوی په همدې خاطر سره را ټول شوي چې په ټوله نړۍ کې د تروريستي بريدونو پر وړاندې غبرګون وښيي.
نوموړي زياته کړه، چې دوی د مدني ټولنې د فعالانو په توګه د شارلي ابدو اوونيزې پر دفتر د ترهګريز بريد تر څنګ د نړۍ په هره څنډه کې د بې ګناه انسان د وژنې پر وړاندې د خپلې کرکې ښکارندويي کوي.
همداراز د مدني ټولنې فعال عبدالشکور نجفي زاده وويل، چې د نړۍ په هر ګوټ کې چې بې ګناه انسان ووژل شي نو دوی يې غندي.
نوموړي زياته کړه، چې په فرانسه کې د شارلي ابدو اوونيزې پر دفتر د ترهګريز بريد په ترڅ کې هم بې ګناه انسانان ووژل شول، چې ناسمه کړنه وه.
د هغه په وينا، دوی په ملګرو ملتونو هم غږ کوي، چې بايد د اسلام مقدساتو ته د سپکاوي مخه دې ونيسي.
نجفي زاده وويل،چې ورته کړنې دمسلمانانو دخپګان ترڅنګ دفرانسې په څېر ترهګريزو بريدونو ته هم لاره هواروي.
د يادې احتجاجي غونډې په پای کې پنځه ماديز پرېکړليک ولوستل شو، چې له افغان حکومت څخه په کې د دوست او دښمن تر منځ د توپير غوښتتنه شوې وه.
همداراز له افغان دولت څخه غوښتنه شوې وه، چې امنيتي ځواکونو ته د وسله والو مخالفينو پر وړاندې د روحيې د پياوړي کېدو برخه کې دې جدي هڅې وشي.
پر ملګرو ملتونو غږ شوی ، چې د نړۍ په کچه د القاعدې، داعش، حقاني ډلې، لشکر طيبه او د نورو ترهګرو ډلو پر وړاندې ګړندۍ هڅې پيل کړي.
تېره اونۍ دوو وسله والو چې وروڼه هم وو، د فرانسې په پاريس ښار کې د شارلي ابدو په نامه د يوې مجلې پر دفتر بريد کړى و او ددې مجلې د څو تنو کارکوونکو په ګډون يې ١٢ تنه ووژل او يو شمېر نور يې ټپيان کړي وو.
دغه دواړه بريدګر چې د پاريس د شمالي څنډو په يوه کور کې له پنځو يرغمل شويو کسانو سره پټ شوي وو ، تېره شپه د عملياتو پر مهال له څلورو يرغمل شويو کسانو سره ووژل شول.
د يادونې ده چې دغې مجلې څو کاله مخکې د اسلام د ستر پيغمبر حضرت محمد )ص( کاريکارتور خپور کړى و ، چې د مسلمانانو له سخت غبرګون سره مخ شوي وو.