مزارشريف (پژواک، ٢٠ مرغومى ٩٣ ) : د شمال زون امنيتي مسوولين وايي، چې په دغه زون کې د دولت د مخالفو وسله والو پر وړاندې د فتحې په نامه چاڼيز عمليات پيلېږي.
د بلخ ولايت سرپرست امنيه قوماندان سمونوال عبدالرزاق قادري د مرغومي په ۲۰مه، په خبري ناسته کې وويل، چې په شمال زون کې يې له بدخشانه تر فارياب پورې د امنيت د ټينګښت په موخه ګړندۍ هڅې پيل کړې دي.
نوموړي زياته کړه،چې په نږدې موده کې به د شمال زون د نهو ولايتونو په کچه د دولت د مخالفو وسله والو پر وړاندې د فتح په نامه چاڼيز عمليات پيل کړي.
نوموړي زياته کړه، چې له يادو عملياتو يې موخه په دغه سيمه کې د نړيوالې ترهګريزې شبکې د هڅو مخنيوی دی.
د هغه په وينا، ياد عمليات د افغان ځواکونو د رهبرۍ له خوا پلان شوي، چې پرته د نړيوالو ځواکونو له مرستې به يې سرته رسوي.
سمونوال قادري وويل، چې د روان کال په ترڅ کې يې له دوو عملياتو پرته نور ټول چاڼيز عمليات د افغان ځواکونو له خوا په ځانګړې توګه تر سره شوي دي.
نوموړي زياته کړه، باور لري،چې د کېدونکو عملياتو وروسته به د شمال زون امنيتي حالت خورا ډاډمن شي.
همداراز د بلخ د امنيه قوماندانۍ سرپرست په ياده خبري ناسته کې د ځينو غلو او د نشه يي توکو د قاچاقبرانو د نيولو خبر هم ورکړ.
نوموړي زياته کړه، چې د بلخ په کلدار ولسوالۍ کې يې درې تنه د ۳۵۰بوتله الکولي مشروباتو د قاچاق په تور نيولي دي.
د هغه په وينا، د شولګر ولسوالۍ او مزارشريف ښار د لويې لارې د امنيت د ټينګښت په موخه يې هم عمليات تر سره کړي، چې په ترڅ کې يې پنځه غله له يوه ټکسي موټر سره نيولي دي.
د امنيت امر وويل، چې دغو غلو وسله هم درلوده او د لارې په اوږدو کې يې غلاوې کولې.