Language

د غزني پر څو ادارو د بريد مخه ونيول شوه

غزني (پژواک ٢٠ مرغومى ٩٣): د غزني پوليس وايي چې په دې ولايت کې يې درې ځانمرګي بريدګر نيولي او يو يې وژلى دى.

د دې ولايت دامنيه قوماندان مل پاسوال زړور زاهد پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه پوليسو د غزني ښار د اسفندې په سيمه کې د عملياتو پر مهال يو ځانمرګى بريدګر وژلى او درې نور يې نيولي چې پوښتنې ترې روانې دي.

زاهد زياته کړه، دې بريدګرو پلان درلود چې په غزني ښار کې پر څو دولتي ودانيو بريدونه وکړي، خو پوليسو يې مخنيوى وکړ.

امنيه قوماندان د نيول شوو بريدګرو د هويت په تړاو څه نه دي ويلي.

د غزني د والي وياند شفيق ننګ پژواک ته وويل، د دې عملياتو پر مهال يوه بريدګر له پوليسو سره نښته کړې چې په ترڅ کې يې  ياد بريدګر وژل شوى او درې نور يې نيول شوي.

ننګ يادونه وکړه چې په دې عملياتو کې ځايي خلکو او پوليسو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

د والي وياند وايي ، د ولايت اداره د پوليسو د دې کار هرکلى کوي چې له امله يې د ډېرو خلکو ژوند ته ګواښ پېښ نه شو.

وسله والو طالبانو تراوسه په دې تړاو رسنيو ته څه نه دي ويلي.

Related Topics