پل علم (پژواک ٢٠ مرغومى ٩٣): چارواکي وايي چې په لوګر ولايت کې د وسله والو طالبانو له لوري تښتول شوي ماين پاکان او موټر چلوونکي يې راخوشې شول.
د هيلوټرسټ موسسې دا اته کارکوونکي تېره ورځ غرمه مهال د محمداغې ولسوالۍ د زرغون په سيمه کې طالبانو تښتولي وو چې دوه يې ماين پاکان او شپږ يې موټر چلوونکي دي.
له دې کارکوونکو سره څلور کاماز او دوه امبولانس موټر هم تښتول شوي و، چې چارواکي وايي طالبان ياد موټر سوځولي دي.
د لوګر د امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحکيم اسحاقزي پژواک خبری اژانس ته وويل چې وسله والو دا کار کوونکي نامعلوم لوري ته وړي وو او نن سهار يې بېرته خوشې کړي دي.
اسحاقزي غوښتنه وکړه چې کله ماين پاکان کوم سيمو ته ځي بايد پوليسو ته خبر ورکړي څو امنيت يې ونيسي.
د لوګر د ولايتي شورا رييس حسيب الله ستانکزي پژواک اژانس سره په مرکه کې له وسله والو طالبانو وغوښتل چې تر دې وروسته دې د ماين پاکانو له نيولو او ځورولو لاس واخلي.
د نوموړي په وينا، د ماين پاکۍ موسسې راخوشې شوي کار کوونکي روغ رمت دي او وسله والو ورته هيڅ زيان نه دى رسولى.
د روان لمريز کال په اوږدو کې دا پنځم ځل دى چې وسله وال طالبان په دې ولايت کې د نامعلوم علت له مخې د ماين پاکۍ موسسو کارکوونکي تښتوي او بېرته يې راخوشې کوي.
تر دې مخکې د ماين پاکۍ موسسې يو شمېر کارکوونکي په پل علم، خوشي او محمداغې ولسواليو کې تښتول شوي وو چې د سيمې د قومي مشرانو په منځګړيتوب بېرته خوشې شوي دي.