کابل (پژواک ٢٠ مرغومى ٩٣): د ملي امنيت عمومي رياست وايي، چې د رييس خدايداد تېښته يوه اوازه ده او نوموړى چې په درنو جرمونو تورن دى؛ په يوه خوندي ځاى کې ساتل کېږي.
د ملي امنيت عمومي رياست وياند عبدالحسيب صديقي په خپله فېسبوک پاڼې کې يادې موضوع ته په اشارې سره ويلي، چې دغه اوازه د خلکو د ذهنونو د مغشوشولو په موخه په ټولنيزو شبکو کې خپره شوې ده.
د هغه په وينا، ” يو شمېر مغرض کسان په دغه سياسي حساس پړاو کې د عامه ذهنيتونو د مغشوشولو په موخه، لکه څرنګه چې ښاغلى ستر جنرال رحمت الله نبيل د ملي امنيت عمومي رياست پوست ته د نوماند په توګه ورپېژندل کېږي؛ په دا ډول مغرضانه کارونو لاس پورې کوي.”
صديقي زياته کړې: ” رييس خدايداد او نور مجرمين او ترهګر چې زموږ د ځواکونو له لوري د سختيو له ګاللو او ډېرو لګښتونو وروسته نيول کېږي نو په خوندي او پټو ځايونو کې ساتل کېږي، څو عدلي مراجع د هېواد د نافذه قوانينو احکام ورباندې پلي کړي.”
رييس خدايداد چې د سړي تښتونو د څو ډلو د مشر په نوم ياديږي، د ١٣٩٣ لمريز کال د وږي په ٢٤ مه له خپلو دوه نورو ملګرو سره يو ځاى، چې له دې ډلې يې يو د هغه اوښى (د خور مېړه) چې ناصر نومېږي او د خوست د تڼيو ولسوالۍ اوسېدونکى دى او بل د حبيب استالف نږدې ملګرى اجمل چې د لوګر ولايت اصلي اوسېدونکى دى؛ د ملي امنيت د عمومي رياست د موظفينو له لوري د کابل ښار د پنځمې ناحيې په اړونده سيمه کې نيول شوى و.
نوموړى، په ١٩ قتلونو او د پنځو بهرنيو په ګډون د سړي تښتونې په ٥٠ موارد کې هم لاس لري.