جلال اباد( پژواک، ٢٠ مرغومى ٩٣ ) : په جلال اباد ښار کې د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې محکمې يو قاضي ووژل شو.
د ننګرهار د والي وياند احمد ضياء عبدالزي د مرغومي په ٢٠مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه نن سهار په شاوخوا اتو بجو د مولوي خالص په فاميليو کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه، چې ناپېژانده موټرسايکل سپرو وسله والو د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې محکمې پر يوه قاضي بريد کړى او هغه يې ځاى پر ځاى وژلى دى.
دى وايي چې بريد کوونکي له سيمې څخه تښتېدلي ، خو پوليسو يې په اړه پلټنې پيل کړې دي.
د سميع الله په نامه د پېښې يوه عيني شاهد پژواک اژانس ته وويل چې د عبدالميتن په نامه ياد قاضي جلال اباد ښار کې خپلې دندې ته روان و، چې تر بريد لاندې راغى او ووژل شو.
تر اوسه ددې بريد مسووليت چا پر غاړه نه دى اخيستى.
د يادونې ده چې تېره اونۍ هم په جلال اباد ښار کې د لغمان د محکمې يو قاضي په يوه چاودنه کې وژل شوى و.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP