Language

کوهستان کې ١٨ کلنې پېغلې ځان وژنه کړې

محمود راقي ( پژواک، ٢٠ مرغومى ٩٣ ) : د کاپيسا چارواکي وايي چې په اول کوهستان کې يوې ١٨ کلنې پېغلې ځان وژنه کړې ده.

د اول کوهستان ولسوالۍ ولسوال عبدالفتاح شفيق د مرغومي په ٢٠مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه د دې ولسوالۍ د غفارخېلو په سيمه کې تېره شپه رامنځته شوې ده .

هغه زياته کړه، له لومړنيو څېړنو معلومه شوې، چې دغې ١٨ کلنې نجلۍ د کورني تاوتريخوال له امله خپله ځان زندۍ کړى ده.

ولسوال  وويل چې د ولسوالۍ پوليسو په دې اړه پلټنې پيل کړي، خو په دې تړاو يې تر اوسه څوک نه دي نيولي.

د يادونې ده چې څو اونۍ وړاندې په ياده ولسوالۍ کې يوه ښونکې او يوه  د ښونځي زده کوونکې هم په مرموز ډول وژل شوې وې.

ددې ترڅنګ څه موده مخکې سيمه ييزو پوليسو په دې ولسوالۍ کې پر يوې ١٣ کلنۍ نجلۍ جنسي تېر کړى و.

ددې ولايت د مسوولينو د معلوماتو له مخې، روان لمريز کال د مېرمنو لپاره له  تاوتريخوالي ډک کال و ، چې په ترڅ کې يې لس ښځې وژل شوې دي.

Related Topics