Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

جنرال رازق: افغانستان ملېشو ته اړتيا نه لري

کندهار (پژواک ٢١ مرغومى ٩٣): د کندهار امنيه قومندان جنرال عبدالرازق وايي، افغانستان ملېشو جوړولو ته اړتيا نه لري، ځکه دغه هېواد اوس منظم امنيتي ځواکونه لري او په هر حال کې له خپلو خلکو او خاورې دفاع کولاى شي.

نوموړي دغه څرګندونې په هغې غونډه کې وکړې، چې له بهرنيو ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته د واک سپارلو په موخه په کندهار هوايي ډګر کې د ملي اردو د ٢٠٥ اتل قول اردو په قومندانۍ کې جوړه شوې وه.

د کندهار والي ډاکټر توريالي ويسا په دې مراسمو کې له بهرنيو ځواکونو مننه وکړه، چې په تېرو ديارلسو کلونو کې يې د افغان ځواکونو په تجهيز او روزنه کې مرسته کړې ده.

هغه وويل، افغان ځواکونو له هغه وروسته چې له بهرنيو ځواکونو څخه يې د عملياتو واک اخيستى، په عملي ډګر کې ثابته کړې ده، چې په مستقله توګه د امنيت د خوندي کولو وړتيا لري.

نوموړي يادونه وکړه چې څو کاله وړاندې د ٢٠٥ اتل قول اردو قومنداني يوه سپېره دښته وه، خو نن په کې د نړۍ په کچه پوځي ودانۍ جوړې شوې دي او منظمه اردو په کې مېشته ده.

ده هيله وښودله، چې تر راتلونکو کلونو به د تخته پُل ولسوالۍ تر تور کوتل سيمې پورې د نړيوالې ټولنې په مرسته په يو سلو او زر جريبه ځمکه کې د اردو اړوند نور تاسيسات، د هوايي او ځکمنيو پوځيانو لپاره پوهنځي، ګارنيزيونونه او ودانۍ جوړې شي.

هغه پر وسله والو مخالفينو غږ وکړ، چې نور يې هغه بهانې ختمې شوي، چې ګواکې واک له بهرنيو ځواکونو سره دى؛ په کار ده هغوى نور د سولې لار خپله کړي او له خپلو ځواکونو سره د خپل هېواد د ساتنې لپاره يو ځاى شي.

د افغانستان د ځمکنيو ځواکونو قومندان جنرال مراد علي مراد وويل، چې افغان ځواکونو په داسې حال کې په ټول هېواد کې واک په خپل لاس کې اخيستى، چې کميت يې کم، خو کيفيت يې ډېر لوړ دى.

هغه د بهرنيو ځواکونو تر څنګ له افغان ځواکونو مننه وکړه، چې ورسپارل شوي مسووليتونه په ښه توګه تر سره کوي.

د کندهار امنيه قومندان جنرال عبدالرازق وويل، له بهرنيو ځواکونو څخه واک ان دوه کاله وړاندې افغان ځواکونو ته سپارل شوى وو او په دې موده کې د کندهار ولايت ټولې امنيتي چارې د افغان ځواکونو له خوا ترسره کېدې.

هغه زياته کړه، په دې موده کې افغان ځواکونو وښودله، چې له ناټو او ايساف پرته په يواځې توګه د خپلو خلکو او خاورې امنيت ساتلاى شي.

هغه د خپلو خبرو په لړ کې وويل: ((د دولت د رهبرۍ ځينې پهلوانان د ملېشو د جوړولو خبرې کوي، خو افغانستان ملېشو ته اړتيا نه لري؛ دغه هېواد اوس د شلو کلونو مخکې هېواد نه دى، چې ملېشې په کې جوړې شوې او د هغوى په وسيله هېواد ټوک ټوک شو.))

د ده په وينا، افغانستان اوس منظم امنيتي ځواکونه لري، دغه ځواکونه کولاى شي په هر حالت کې د خپلو خلکو ساتنه وکړي.

هغه زياته کړه: ((موږ د افغانستان مشرتابه او د سوېل خلکو ته ډاډ ورکوو، چې په همدغو امنيتي ځواکونو چې دغلته يې لرو، د خپلې خاورې له لوېشت لوېشت څخه د وينې تر وروستي څاڅکي دفاع کولاى شو.))

په سوېل کې د ملي اردو د ٢٠٥ اتل قول اردو قومندان تورنجنرال عبدالحميد حميد وويل، لس کاله وړاندې چې کله په کندهار کې د ملي اردو د قول اردو بسنټ ايښودل کېده، نو د ټولو سرتېرو شمېر ١٢١ تنه وو، خو نن د ټولو سرتېرو شمېر تر ٢٥زره تنو اوړي.

د هغه په خبره، يو وخت داسې وو چې د ملي اردو ځواکونه به د عملياتو پر مهال له بهرنيو ځواکونو سره د راه بلد په توګه ملګري وو، بيا د هغوى په شا پسې روان وو، وروسته داسې وخت راغى چې څنګ په څنګ به په عملياتو کې سره ملګري وو، خو نن هغه ورځ هم را ورسېده چې د ټولو امنيتي چارو مشري ور په غاړه ده.

هغه هم ډاډ ورکړ، چې د ملي اردو ځواکونه دا وړتيا لري، چې امنيت خوندي کړي، ځکه اوس ورسره د خلکو همکاري ډېره شوې ده.

د بهرنيو ځواکونو يو شمېر استازو غونډې ته د خپلو خبرو پر مهال ډاډ ورکړ، چې له دې وروسته به د افغان ځواکونو تر شا ولاړ وي او د هغوى په تجهيز او روزنه کې به مرسته کوي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.