Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

سمنګانو کې د طالبانو او نامسوولو وسله والو ترمنځ نښته شوې

ايبک (پژواک، ٢١ مرغومى ٩٣): د سمنګان امنيه قومانداني وايي، د ولايت په مرکز کې له وسله والو طالبانو سره د لار شکوونکو نامسوولو وسله والو په نښته کې يو طالب وژل شوى او دوه نور ټپيان دي.

د سمنګان د امنيې قوماندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې مدير سمونوال مسجدي جدي پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه نښته تېره ورځ له غرمې وروسته د مرکز اړوند په “کوه قد” سيمه کې رامنځته شوې ده.

دى وايي چې په نښته کې د مخلص په نوم يو وسله وال طالب وژل شوى او د مولوي حبيب الرحمن او دين محمد په نومونو دوه نور طالبان ټپيان دي.

هغه وايي چې تېر اوړى د يادو نامسوولو وسله والو او طالبانو تر منځ په نښته کې له نامسوولو وسله والو يو تن ووژل شو او دوه طالبان ټپيان وو.

د ده په وينا، د نامسوولو وسله والو ياده ډله له غلو او لار شکوونکو جوړه ده او له خلکو په زور عشر ټولوي.

دى وايي چې امنيتي ځواکونه څو ځلې يادې سيمې ته ورغلي څو دغه کسان ونيسي، خو هر ځل چې امنيتي ځواکونه سيمې ته ورشي، دغه کسان له سيمې تښتي.

د کوه قد سيمې يو اوسېدونکي چې نه يې غوښتل نوم يې څرګند شي هم د نورو جزئياتو له ورکولو پرته وويل چې د تېرې ورځې په ياده نښته کې يو طالب وژل شوى او دوه نور ټپيان دي.

خو د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې تېره ورځ د سمنګانو د ” قد” په سيمه کې د طالبانو او دولتي ځواکونو تر منځ نښته شوې چې په ترڅ کې يې يو طالب او څلور تنه له دولتي ځواکونو ټپيان دي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.