کندهار (پژواک ٢١ مرغومى ٩٣): چارواکي وايي چې په کندهار ولايت کې يې هغه دوه طالب قوماندانان نيولي چې په هدفي وژنو کې يې لاس درلود.
د دې ولايت د مقام له دفتره د مرغومي په ٢١مه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبر پاڼه کې ويل شوي، چې دا طالب قوماندانان د ملي امنيت سرتېرو له لوري د خاکريز په ولسوالۍ کې نيول شوي دي.
سرچينه زياتوي، د سيدجان او عبدالمالک په نومونو دا نيول شوي طالب مشران د يادې ولسوالۍ اصلي اوسېدونکي دي، چې هر يو يې د څو تنو وسله والو مشري کوي.
په اعلاميه کې راغلي چې دغو وسله والو د هدفي وژنو او ترهګرېزو پېښو په ترسره کولوسره په خلکو کې وېره خپروله .
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP