Language

د خوست د امنيه قوماندانۍ د ښوونې او روزنې امر وژل شوى

خوست-پل علم (پژواک، ٢٢ مرغومى ٩٣): د خوست امنيه قوماندانۍ د ښوونې او روزنې امر د ماين په چاودنه کې وژل شوى دى.

د دغه ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال فيض الله غيرت پژواک خبري اژانس ته وويل چې پر سمونوال ميرزاجان د خوست ښار د متون په سيمه کې پر داسې مهال د ماين چاودنه شوې چې له کوره قوماندانۍ ته پر لاره و.

غيرت وايي، په دې چاودنه کې چې ګومان کېږي د ريموټ په وسيله شوې، يواځې سمونوال ميرزاجان وژل شوی او نور چا ته په کې زيان نه دى اوښتى.

د متون سيمې اوسېدونکي او د پېښې عيني شاهد حفيظ الله پژواک اژانس ته وويل چې چاودنه يو څه زور وره وه او هغه مهال وشوه چې ميرزاجان پر عمومي سړک پلی روان و.

معلومات ښيي چې د پوليسو دغه وژل شوي افسر په تېرو ۲۵ کلونو کې د افغان پوليسو په ليکو کې په بېلابېلو برخو کې ماموريت کړی و.

تر اوسه د هغه د وژنې مسووليت چا پر غاړه نه دی اخيستی او نه هم وسله والو طالبانو په دې اړه څه ويلي دي.

د يو بل خبر له مخې، چارواکي وايي چې د لوګر د بره کي برک ولسوالۍ پر مقام يې د موټربم چاودنې مخنيوى کړى دى.

د بره کي برک ولسوال انجنير محمدرحيم امين پژواک خبري اژانس ته وايي تېره شپه يې افغان کمانډو سرتېرو د چارچينو په سيمه کې هغه موټربم نيولى چې پر ولسوالۍ د بريد لپاره چمتو شوى و.

ولسوال زياتوي وسله والو طالبانو دا موټر په يوه کور کې درولى و چې د عملياتو پر مهال يې ورسره په تړاو څوک نه دي نيول شوي خو پوليسو يې په اړه جدي پلټنې پيل کړې دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

Related Topics