Language

د مزارشريف يوه مارکېټ کې د اورلګېدنې مخنيوى شوى

مزارشريف (پژواک، ٢٢ مرغومى ٩٣): د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې د اور وژنې عملې د يوه لوى مارکېټ د سوځېدو مخه نيولې خو رامنځته شوې دې اور لګېدنې ځينې دوکانونه زيانمن کړي دي.

د بلخ د امنيه قوماندانۍ سرپرست سمونوال عبدالرزاق قادري د مرغومي په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه تېر ماخوستن شاوخوا اووه نيمې بجې د مزارشريف ښار اړوند د روضې شمال لور ته په جوزجاني مارکېټ کې رامنځته شوې وه.

هغه زياته کړه چې پوليس او اطفائيه ژر سيمې ته ورسېدل او اور يې مړ کړ، خو په دې پېښه کې درې دوکانونه سوځېدلي دي.

د نوموړي په وينا، که چېرې اطفائيه پر وخت نه واى رسېدلې، نو د دغه مارکېټ سلګونه دوکانونه به سوځېدلي وو او ميليونونه ډالره زيان به يې اړولى واى.

قادري وويل چې د اورلګېدنې پر مهال په ښار کې د برېښنا پرچاوي وه، خو دوى پلټنې پيل کړې، څو د اورلګېدنې لامل معلوم کړي.

د موسى خان په نوم د ياد مارکېټ يو دوکاندار هم وايي چې د اورلګېدنې پر مهال مارکېټ تړلى و، خو د لامل په اړه يې معلومات نه لري.

د هغه په وينا، په دې پېښه کې درې دوکانونه بشپړ سوځېدلي يو شمېر نور زيانمن او دوکاندارانو ته د شاوخوا پنځو ميليونو افغانيو زيان اوښتى دى.

دى وايي چې په دغه مارکېټ کې ډېرى دوکانونه د جامو دي.

د يادونې ده، تر دې مخکې هم درې ځلې په دغه مارکېټ کې اورلګېدلى، درې کاله مخکې په يوه اور لګېدنه کې ټول مارکېټ وسوځېد او خلکو ته ميليونونه ډالر زيان په واوښت.

Related Topics