Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د نوزاد ولسوال ووژل شو

لښکرګاه (پژواک ٢٢ مرغومى ٩٣): د هلمند په بېلابېلو پېښو کې د نوزاد ولسوال، د ملي پوليسو يو قوماندان، د علماوو شورا يو غړى او يو قومي مشر وژل شوي دي.

د هلمند يوې باوري امنيتي سرچينې، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن له غرمې وروسته د نوزاد د ولسوال ، د ملي پوليسو د يوې پوستې قوماندان او د دې ولسوالۍ د ملي امنيت د مدير ترمنځ غونډه روانه وه، چې د قوماندان شمس الله يوه ساتونکي پر يادو کسانو ډزې وکړې.

ده زياته کړه، په دې پېښه کې، چې نن ماښام شاوخوا پنځه بجې رامنځ ته شوې، ولسوال سيد مراد اغا او قوماندان شمس الله وژل شوي، د ملي امنيت مدير سردار ولي او په خپله بريدکوونکى ټپيان شوي دي.

د هلمند د والي وياند عمر ځواک او د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال پاچاګل بختيار ياده پېښه تاييدوي، خو وايي، چې په اړه يې پلټنې پيل شوي، ترڅو بشپړ معلومات ترلاسه کړي.

له بلې خوا د هلمند د امنيه قوماندانۍ د مطبوعاتي مسوول سمونيار فريد احمد عبيد وايي، نن د دې ولايت د علماوو شورا يو غړى ملا کريم د ناپېژاندو وسله والو له لوري وژل شوى دى.

دى زياتوي، ياد شوى ديني عالم د خپلو کور مخې ته ناپېژاندو وسله والو نن مازيګر په شاوخوا درې نيمو بجو د لښکرګاه په ساپيانو سيمه کې وژلى او په تېښته بريالي شوي دي.

د هلمند د علماوو شورا مشر مولوي خداى نظر دا پېښه تاييدو او وايي، چې ملا کريم له شپږو کلونو راهيسې له دوى سره فعاليت درلود.

دغه راز د دې ولايت د ناوې ولسوالۍ يو قومي مشر هم وژل شوى دى.

د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول وايي، ياد قومي مشر محمد حسين نومېده، چې د ناوې په زارش سيمه کې د ناپېژاندو وسله والو له لوري له کوره وېستل شوې او د خپل کور په سل مترۍ کې وژل شوى دى.

نوموړي وويل، د يادو دواړو پېښو په اړه پلټنې پېل شوې دي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.