لښکرګاه(پژواک ۲۳مرغومى ۹۳): د هلمند دولتي مسوولين وايي چې په دغه ولايت کې روانه جګړه د مادياتو ترلاسه کولو په موخه ده ، چې وسله وال طالبان يې د وسيلې په توګه کاروي.
دغه څرګندونې د هلمند د والي مرستيال حاجي محمدجان رسوليار د۲۱۵ ميوند قول اردو په قوماندانۍ کې د امنيت دلېږد په پنځمه پروسه کې وکړې.
نوموړي وويل ، افغان ځواکونه اوسمهال مسلکي او پياوړي شوي ، کولى شي چې د بهرنيانو له مرستې پرته د دولت د وسله والو مخالفينو د فعاليتونو مخه ونيسي.
دده په وينا: (( په هلمند کې جګړه دمادياتو په سر ده، نړيواله مافيا، تروريزم، بهرني استخبارات، نشه يي توکي او د هلمند د سيند د اوبو شتون او ډېرښت د دې لامل دى، چې دغه جګړه يې روانه ساتلې او وسله والو مخالفينو ته پرې امکانات ورکول کېږي.))
نوموړي وويل ددې لپاره چې د پورته پرديو غوښتنو او دسيسو مخه ونيول شي،له مرکزي دولت څخه غواړي چې هلمند ته پاملرنه زياته کړي.
رسوليار له طالبانو هم غوښتنه وکړه چې نور د پرديو د ګټو ښکار نه شي، د سولې له پروسې سره يو ځاى شي، څو هغه ولسونه چې له يادې جګړې ځوريږي، ژوند يې خوندي او امنيت يې ټينګ شي.
نوموړي وويل ، مرکزي دولت دې هغه غوښتني پوره کړي چې په دې ولايت کې د لويو عملياتو د تر سره کولو په اړه يې کړي وې ځکه تر دې مهال دهلمند په شمالي ولسواليو کې ګڼ شمېر خلک د وسله والو طالبانو د نفوذ په ساحو کې دي او نه شي کولى خپلې غوښتې تر دولت پورې ورسوي.
دملي دفاع دپېژنتون رييس تورنجنرال عبدالله وويل دغه پروګرام يې د ولسمشر د هغه فرمان له مخې چې دمرغومي په ۱۱ مه يې دامنيت دلېږد په اړه صادر کړى ، جوړ کړى او له مخې به يې امنيتي چارې په بشپړه توګه افغان ځواکونه ته سپارل کېږي.
د ده په وينا، چې اوس مهال افغان ځواک دکميت له پلوه پوره شوى او تر دې وروسته يې په کيفيت کار کوي، مسلکي توب، تخصص او وړتيا ته لوموړيتوب ورکول کېږي.
نوموړي وويل که څه هم تر ډېره تجهيزات او امکانات لري، خو په راتلوونکو کلونوکې به يې د ځمکني او هوايي ځواک د پوره کېدو لپاره هم تر لاس لاندې پلاونونه بشپړ شي، چې له دې کار سره به يې ټولې شته ستونزې هوارې شي.
په همدي مراسمو کې د۲۱۵ ميوند قول اردو قوماندان تورنجنرال دادان لونګ وويل چې افغان ځواکونه اوس پياوړي دي تر ډېره مسلکي دي ، ددوى يو شمېر اړتياوې او غوښتنې منل شوي .
دده په وينا، په روان لمريز کال کې د دولت وسله والو مخالفينو پلان در لود، چې د هلمند واک تر لاس کړي او په بېلابېلو برخوکې د نشه يي توکو دپروسس فابريکې جوړې کړي، خپلو کسانو ته د روزنې پروګرامونه په لاره واچوي او په دې فکر و چې د بهرنيانو تر وتلو وروسته دوى دغه پلانونه عملي کولى شي.
نوموړي ددولت مخالفينو ته خبردارى ورکړ: (( موږ اوس هم يواځې نه يو، د خلکو مرسته راسره ده، نړيوال مو ملاټر لرو، وسلې او تجهيزات را کول کېږي، اردو مو جوړ ده، مسلکي کدرونه لرو.))
قوماندان وويل ، دښمن يواځې په پټه له ځينو نړيوالو مغرضو کړيو څخه خپل امکانات تر لاسه کوي، خپل شتون د ماين او غلچکي بريدونو په تر سره کولو سره ښيي او په مخامخ جګړې کې تل له ماتې سره مخامخ او وژل کېږي.
لونګ زياته : ((غواړو له احتياط څخه کار واخلو په ټول هلمندکې پلان شوي عمليات تر سره کړو، څو د ملکي تلفاتو مخه ونيول شي ،پرطالبانو هم غږ کوو چې تاسو ته د جګړې پلمه نشته له دې امله دسولې له پروسې سره يو ځاى شئ او د پرديو د غوښتنو له دام څخه ځان خلاص کړئ.))
په همدې غونډه کې د هلمند دامنيه قوماندانۍ د امنيت امر او سر پرست وويل، دوى له وړاندې د امنيت د لېږد او مسووليت اخستلو تجربه لري او تر دې وروسته هم چمتو دي چې دغه مسووليتونه په غاړه واخلي.
دده په وينا، لويه ستونزه يې داده چې د دولت وسله وال مخالفين تر دوى ښې وسلې لري، توپ، هاوان، دهشکه او نورې ثقيله وسلې او جنګي مهمات لري، چې له همدې امله دوى په ډاډه زړه او چټک پرمختګ نه شي کولى.
دده په خبره، چې په هلمند کې ټولټال ۶۰۲ امنيتي پوستې لري، خو بيا هم يو لړ ستونزې موجودې دي، چې خپل اړونده وزارت ته يې خبر ورکړى او دوى غوښتنه کوي چې دغه ستونزې دې حل شي.
په همدې غونډه کې د نيمروز والي اميرمحمد اخند زاده وويل ، افغان ملي ځواک په خپلو فعاليتونو سره خلک ډاډه کړي ، ولسونه يې ملاټر کوي.
نوموړي د ملي دفاع وزارت له مسوولينو څخه غوښتنه وکړه چې د تېرو حکومتونو له تجربو څخه ګټه واخلي.
دده په وينا، چې په پوځ کې د فساد او روابطو مخه ونيول شي او خپلو ورسپارل شويو مسووليتونو ته پوره پاملرنه وکړي، که نه بيا به له داسې خواريو او مجبوريتونو سره مخ شي چې په پرديو هېوادونو کې به ترکاري پلوري.
د هلمند د علمانو د شورا رييس مولوي خداى نظر وايي ،دغه زمينه چې اوس افغان ملي پوځ ته برابره ده له لاسه دې نه ورکوي چې بيا يې جوړېدل له امکان څخه لرې دي.
وسله والو طالبانو د چارواکو د دې خبر په تړاو چې وسله وال طالبان د مادياتو لپاره جګړه کوي، څه نه دي ويلي .
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP