Language

پنځو ځوانانو د سولې د ټينګښت په موخه له بلخ څخه کابل ته پلى مزل پيل کړ

مزارشريف (پژواک، ٢٣ مرغومى ٩٣ ): د بلخ ولايت له مرکز مزارشريف ښار څخه پنځو تنو ځوانانو په هېواد کې د سولې په هيله تر کابل پورې پلی مزل پيل کړ.

دغو پنځو ځوانانو، چې عمرونه يې له دېرشو کلونو څخه زيات نه دي، د مرغومي په ۲۳مه، يې له مزارشريف ښار څخه تر کابل پورې پلی مزل پيل کړ او وايي چې ممکن په راتلونکو ۲۵ورځو پورې د سولې پيغام د هېواد ولسمشر محمد اشرف غني ته ورسوي.

مزارشريف، د شمال زون مرکزي ښار بلل کېږي، چې د کابل په ۵۰۰کيلومترۍ  کې پروت دی. د يادې لارې په اوږدو کې د سالنګ واوره او ځاى ځای شته ناامني د يادو پنځو ځوانانو پر وړاندې  خنډونه دي.

د يادو پنځو ځوانانو له ډلې څخه سميع الله ايماق کابل ته تر روانېدې مخکې پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تر کابل پورې د پلي تلو چاره يې په هېواد کې د سولې په هيله پيل کړه.

نوموړي زياته کړه، چې په هېواد کې د جګړې روان بهير د نورو اړخونو تر څنګ د ځوانانو په راتلونکې باندې خورا منفي اغېزکوي، چې له امله يې د هېواد حالات د هرې ورځې په تېرېدو له ګواښ سره مخ کېږي.

د هغه په وينا، دوی وپتيله، چې د جګړې اړخونو ته د ځوانانو له لوري د سولې پيغام ورسوي او دا په ډاګه کړي، چې افغانان جګړه نه غواړي.

سميع الله زياته کړه : ((موږ به د سولې دغه هيله د هېواد ولسمشر ته رسوو، ورته وايو چې په خپله دوره کې د دې وطن د امن او ثبات لپاره ګړندۍ هڅې وکړي.))

نوموړي زياته کړه، چې تر کابل پورې د پلي مزل پر پلان يې له تېرو دوو کلونو راهيسې کار کړی    چې د مزار-کابل د لويې لارې ناامني او طبيعي ګواښمنې نقطې يې په ګوته کړې دي.

د هغه په وينا، دوی هوډ لري چې هر ورځ تر ۲۰کيلومتره پورې لاره ووهي او په راتلونکو ۲۵ورځو کې تر کابل پورې ځان ورسوي.

سميع الله وويل،کومې سيمې چې ناامنه دي که د شپې هغو نقطو ته ورسېدل؛ نو د موټر په مرسته به ځانونه امن ځای ته رسوي، خو سبا د ورځې به بېرته له همغې ناامنه نقطې پلی مزل پيل کوي.

د همدې ډلې بل ځوان ۲۷کلن سيد نصير احمدي پژواک ته وويل، چې دوی نړيوالو ته په ډاګه کوي، چې افغان ځوانان د سولې په موخه په روان ژمي کې د سالنګ په څېر سختو لارو باندې پلی مزل کولی شي.

نوموړي زياته کړه، دوی په تمه دي چې دغه کړنه به يې تر يو ځاى پورې نړيوالو ته له جګړې سره د افغانانو کرکه او سولې سره مينه په ډاګه کړي.

د هغه په وينا، دوی په روانه جګړه کې پر ښکېلو ځوانانو غږ کوي، چې د يو بل د وينې توېدو پر ځای دې هېواد ته د سولې راوستو لپاره هڅې وکړي.

Related Topics