مزارشريف ( پژواک، ٢٤ مرغومى ٩٣): په بلخ کې د تخنيکي او مسلکي دوه کلنو نيمه لوړو زده کړو کمپلکس د المان هېواد په مالي ملاتړ ګټې اخيستنې ته چمتو شو.
د پوهنې وزارت سرپرست محمد اصف ننګ، چې د مرغومي په ۲۴مه يې د ياد کمپلکس د پرانيستې په غونډه کې يې برخه اخيستې وه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه کمپلکس به د ټول شمال زون لپاره د تخنيکي او مسلکي نيمه لوړو زده کړو تر ټولو ستر ښوونيز مرکز وي.
نوموړي زياته کړه، ياد کمپلکس کې به که څه هم د تخنيکي او مسلکي زده کړو د ۱۷ بېلا بېلو څانګو زده کوونکي روزل کېږي؛ خو دمګړۍ په کې د کرنې، وترنري او تربيه معلم په برخه کې زده کوونکي په زده کړو بوخت دي.
د هغه په وينا، دغه کمپلکس په ۴۸۸جريبه ځمکه کې د مزارشريف ښار او بلخ ولسوالۍ ترمنځ د کابل-مزار پر لويه لاره د تخت پل په نوم سيمه کې جوړ شوی دی.
ننګ وايي، پر دغه کمپلکس تر دې دمه ۸ ميليونه او ۲۰۰زره يورو لګښت راغلی، چې د المان هېواد له لوري ورکړل شوى دى.
خو نوموړي زياتوي، لا يې د تجهيزاتو برخې نيمګړې دي، چې په بشپړتيا به يې ۴ ميليونه يورو نور لګښت راشي، چې دا به هم د المان هېواد له خوا مالي مرسته وي.
په ياد کمپلکس کې د کرنې څانګې مشر وويل، چې د کرنې په برخه کې د مسلکي او تخنيکي زده کړو انسټيټيوټ په ۱۳۵۵لمريز په مزارشريف کې جوړ شوی وو، چې تر دې دمه يې په ۲۷ دورو کې ۲۵۰۰زده کوونکي ټولنې ته وړاندې کړي دي.
د ده په خبره، له مزارشريف ښار څخه تخت پل سيمې ته د ياد انسټيټيوټ لېږدونې د دوی زيات شمېر ښوونيزې ستونزې هوارې کړې.
خو د ياد انسټيټيوټ زده کوونکي وايي، له يادو نيمه زده کړو وروسته ورته په سمه توګه په پوهنتون کې د لوړو زده کړو لپاره زمينه نه برابرېږي.
په دغه کمپلکس کې د کرنې څانګې د وروستي کال محصل محمد حسين براتزاده وويل، چې له انسټيټيوټ څخه تر فارغېدو وروسته، په پوهنتون کې بيا هم له ازموينې ورکولو وروسته يې د برياليتوب په حالت کې په دويم ټولګي کې شاملوي.
د هغه په وينا، دوی حق لري، چې له يادو دوو کلونو زده کړو وروسته د پوهنتون په درېيم ټولګي کې شامل کړای شي.
د پوهنې وزارت سرپرست بيا وايي، چې د مسلکي او تخنيکی انسټيټيوټ زده کوونکي په درې شرطونو د لوړو زده کړو په موخه پوهنتون کې ګډون کولی شي.
نوموړي زياته کړه: ((لومړی دا چې د ويل شوې رشتې پوهنځی بايد په لوړو زده کړو کې ولرو، د بېلګې په توګه، په ياد کمپلکس کې د فلزاتو په برخه کې هم دوه کلنې زده کړې کېږي، خو په پوهنتونو کې د فلزاتو د زده کړې پوهنځی نه لرو؛ دويم دا چې د زده کوونکي د نومرو سلنه بايد ۸۰ وي.))
خو اصف ننګ وويل، چې د يادو مسلکي دوه کلنو نيمه لوړو زده کړو لړۍ هم د افغانستان د اړتياوو په پام کې نيولو سره پيل شوې ده.
نوموړي زياته کړه، چې بايد د مارکېټ د اړتيا له مخې په چټکۍ سره مسلکي کدرونه د هېواد د پراختيا لپاره وړاندې کړل شي، چې اسانه لاره يې همدا دوه کلنې مسلکي زده کړې دي.
د هغه په خبره، ورته کمپلکسونه په بدخشان، تخار او هرات ولايتونو کې تر کار لاندې دي او په کندوز کې د کرنې انسټيټيوټ لپاره هم ودانۍ جوړ شوې ده.