Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

دوه تنه له لسګونو کيلوګرامه نشه يي توکو سره ونيول شول

لښکرګاه (پژواک ۲۵ مرغومی۹۳) : سرحدي پوليسو په هلمند ولايت کې لسګونه کيلوګرامه نشه يي توکي له دوو تنو قاچاق وړونکو سره نيولي دي.

په هلمندکې دپوليسو د۶۰۴سرحدي زون رييس ارکان مل پاسوال حميد الله صديقي د مرغومي په ٢٥مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې سرحدي پوليسو تېره ورځ د خانشين ولسوالۍ په بګت سيمه کې د يوه راپور په اساس قاچاق وړونکو ته کمين نيولى و.

هغه زياته کړه،چې سرحدي پوليسو د کمين پر مهال له يوه موټر څخه ١٧٢ کيلو ګرامه ترياک   ترلاسه کړل.

د نوموړي په وينا، له دې توکو سره د تړاو په تور دوه تنه له يوه موټر سره نيول شوي او اړونده ارګانونو ته سپارل شوي دي.

صديقي وايي چې اوسمهال دوی ددې ولايت په سوېلي ولسواليو کې د نشه يي توکو پر وړاندې کلکه مبارزه پيل کړې او قاچاق وړونکي نه شي کولی چې په اسانۍ سره د خانشين ولسوالۍ په مربوطاتوکې د پاکستان  لور ته  نشه يي توکي  قاچاق کړي.

نوموړي وويل چې په دې وروستيو کې له شمالي ولايتونو څخه هلمند ته نشه يي توکي راوړل کېږي او بيا له دې ځاى څخه پاکستان او ايران ته قاچاق کېږي .

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.