ښرنه ( پژواک، ٢٥ مرغومى ٩٣ ) : د پکتيکا والي عبدالکريم متين وايي ، چې ددغه ولايت د اوسېدونکو غوښتنې او اړتياوې به نېغ په نېغه ولسمشراو اجراييوي رييس ته ورسوي.
هغه چې نوى د ياد ولايت لپاره والي ټاکل شوى،له پژواک خبري اژانس سره په يوه ځانګړې مرکه کې وويل چې ددغه ولايت د ادارو د سمون په موخه يې د خپلو رييسانو په مټ د ټولو ولسواليو د ملکي او نظامي ادارو ارزونه پيل کړې ده .
متين وايي چې تر يادې ارزونې وروسته به په دغه ولايت کې اداري اصلاحات رامنځته کړي.
نوموړي زياته کړه چې د ښې حکومتوالۍ،ډاډمن امنيت،متوازنې ودې،پوهنې،کرنې او روغتيا په برخو کې د پکتيکا د اوسېدونکو د غوښتنو راټولول او د اړتياوو په نښه کول يې پيل کړي دې.
د نوموړي په خبره ، چې د خلکو اړتياوې به د يوه منظم پلان له مخې ولسمشر محمد اشرف غني، اجراييوي رييس ډاکټر عبدالله عبدالله او مرکزي وزارتونو ته ورسوي او ورته به په ګډه د حل لارې چارې و لټوي.
د پکتيکا والی ددغه ولايت پر اوسېدونکو غږ وکړ، چې په دې چاره کې دې ورسره مرسته وکړي، تر څو په دغه ولايت کې شته ستونزو ته د خلکو په مرسته د پای ټکی کېږدي.
هغه زياته کړه، چې دا ولايت د موقعيت له مخې خورا مهم دى، له پاکستان سره اوږده پوله لري او وسله وال هم په اسانه توګه راتګ راتګ کولى شي.
خو د متين په وينا، که چېرې ولس له خپلو امنيتي ځواکونو سره مرستې وکړي، نو امنيتي حالت ورسره ښه کېداى شي.