ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کونړ دانګام ولسوالۍ کې بيا پوځي عمليات پيل شول

د کونړ دانګام ولسوالۍ کې بيا پوځي عمليات پيل شول

author avatar
16 Jan 2015 - 15:58
د کونړ دانګام ولسوالۍ کې بيا پوځي عمليات پيل شول
author avatar
16 Jan 2015 - 15:58

 اسعد اباد (پژواک، ٢٦ مرغومى ٩٣): د کونړ امنيتي چارواکي وايي چې نن سهار په دانګام ولسوالۍ کې د طالبانو پر ضد چاڼيز عمليات پيل شوي او تردې مهاله اته وسله وال وژل شوي دي.

د کونړ امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحبيب سيدخېلي وايي چې په دانګام کې د افغان ګډو ځواکونو عمليات له سيمې څخه د ملکي کسانو د وتلو په هدف ځنډېدلي وو خو نن سهار پنځه بجې بېرته پيل شول.

سيدخېلي زياته کړه چې د عملياتو په ترڅ کې تراوسه د کارکوټ، کانتو سر، خرو پټی او اويوب بانډې سيمې د وسله والو له شتون څخه پاکې شوې دي. امنيه قوماندان وويل چې بهرني ځواکونه هم د افغان سرتېرو هوايي ملاتړ کوي.

دى وايي چې په لوړو نقطو کې افغان کومانډو ځواکونه پياده شوي او په سيمه کې شته وسله وال د هغوى په محاصره کې دي.

سيدخېلي وويل چې د عملياتو په ترڅ کې طالبانو ته سخته مرګ ژوبله اوښتې ده. دده د معلوماتو له مخې په سيمه کې د اتو وسله والو طالبانو جسدونه پراته دي او يواځې درې افغان سرتېري ټپيان شوي دي.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې ددوى پلويان په خپلو سنګرونو کې دي او دا مهال له دولتي سرتېرو سره په سخته جګړه کې ښکېل دي. خو هغه يواځې د درېيو طالبانو ټپي کېدل تاييدوي او افغان سرتېرو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کوي.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.