مزارشريف ( پژواک، ٢٧ مرغومى ٩٣ ) : د شمال زون امنيتي مسوولين وايي، چې داعش به هم د وسله والو طالبانو د ماتې له برخليک سره مخ شي.
د بلخ ولايت په دهدادي ولسوالۍ کې د شمال زون د ۲۰۹ شاهين قول اردو په انګړ کې د مرغومي په ۲۷مه،د هېواد په کچه له نړيوالو ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته امنيتي مسووليت د بشپړ لېږد په موخه جشن ترسره شو، چې د دغه زون لوړو پوړو دولتي او امنيتي چارواکو په کې ونډه اخيستې وه.
د ۲۰۹ شاهين قول اردو قوماندان بريد جنرال زلمي ويسا د يادې غونډې په څنډه کې پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نور نو په هېواد کې د وسله والو طالبانو د جګړې ټول غير منطقي لاملونه له منځه تللي دي.
نوموړي زياته کړه، چې دمګړۍ د هېواد د شمال زون بشپړ امنيتي مسووليت افغان ځواکونو ته لېږدول شوی او په دغه زون کې به هر ډول امنيتي پلان د افغان ځواکونو له خوا چمتو او عملي کېږي.
د هغه په وينا، له ۱۳۹۱لمريز څخه په شمال زون کې افغان ځواکونو ته د امنيت د لېږد چارې پيل شوې وې، چې په څلورو پړاونو کې د ټول شمال زون د نهو ولايتونو د امنيت مسووليت په بشپړه توګه افغان ځواکونو ته وسپارل شو .
بريد جنرال ويسا وويل، چې په شمال زون کې د امنيتي مسووليت د بېلا بېلو دورو بشپړاوی،د ولايتي شورا او ولسمشريزو ټاکنو په ښه توګه تر سره کېدل او بېلابېل چاڼيز عمليات د دې ګواهي ورکوي، چې افغان ځواکونه په بشپړه توګه د شمال زون امنيت په ښه توګه خوندي کولى شي.
نوموړي زياته کړه، چې دمګړۍ هم په شمال کې افغان ځواکونه د ژمني امنيتي پلان د عملي کولو په چارو کې بوخت دي.
د هغه په وينا، همدا اوس په بدخشان، کندوز، بغلان، بلخ، جوزجان او د فارياب ولايتونو په ځينو ولسواليو کې د کشفي او استخباراتي معلوماتو پر بنسټ د دښمنانو پر وړاندې چاڼيز عمليات روان دي.
د شمال زون د ۲۰۹ شاهين قول اردو قوماندان بريد جنرال ويسا په شمال زون کې د داعش د شتون اوازې رد کړې.
نوموړي زياته کړه، چې دوی د بهرنيو رسنيو له لارې د هېواد په شمال کې د داعش ډلې د شتون په اړه اوازې اورېدلي؛ خو تر دې دمه ورسره نه دي مخ شوي .
د هغه په وينا، که چېرې داعش په شمال کې ترهګريزې هڅې پيل هم کړي نو د وسله والو طالبانو د ماتې له برخليک سره به مخ شي او دوی به خپل خلک او خپل هېواد وساتي.
د داعش وسله واله ډله په دې وروستيو کې په عراق او شام کې رامنځته شوې او ددواړو حکومتونو پر ضد يې وسله وال فعاليتونه پيل کړي دي.
په دې وروستيو کې داسې راپورونه ورکړل شوي، چې د افغانستان په ځينو سيمو کې هم ددې ډلې فعاليتونه ليدل شوي دي.
په افغانستان کې د ناټو ځواکونو لوى قوماندان جنرال کمپبل هم پرون په يوه مرکه کې ويلي و ، چې داعش په افغانستان او پاکستان کې د وسله والو پر جذبولو پيل کړى دى.
د بلخ په دهدادي ولسوالۍ کې د يادې غونډې پر مهال د افغانستان د ځمکنيو قواوو مشر جنرال مراد علي مراد وويل، داعش ترهګره ډله په دې هڅو کې ده، چې په افغانستان کې د وسله والو طالبانو ډلې بې وسلې کړي او تر خپل سيوري لاندې يې راولي.
نوموړي زياته کړه، چې دوی ته رسېدلو راپورنو پر بنسټ ، د هېواد په ځينو سوېلي ولايتونو کې داعش ډلې خپل فعاليتونه پيل کړي او د شمال زون په ځينو ولايتونو کې هم هڅه کوي، چې ځای پر ځای شي.
د هغه په وينا، داعش ډله هڅه کوي، چې افغانستان د خپلې جګړې لپاره په وړ بستر بدل کړي او د خلاصو سرحدونو په توګه د دغه هېواد له څنډو څخه ګټه پورته کړي.
جنرال مراد په سوېل کې د هلمند او زابل ولايتونو يادونه وکړه، چې د داعش او وسله والو طالبانو تر منځ په کې نښتې شوي او همداراز په شمال کې يې بدخشان ولايت په ګوته کړ، چې داعش هڅه کوي، له دغې نقطې څخه خپل فعاليتونه پيل کړي.
خو نوموړي په هېواد کې افغان ځواکونو ته په بشپړه توګه د امنيتي مسووليت لېږد ته په اشارې سره وويل، چې په افغانستان کې د افراطي ډلو لپاره نور د جګړې لامل له منځه تللی دی.
نوموړي زياته کړه، چې طالب په شمال کې د ۲۰۹ شاهين قول اردو د هڅو او د عامو افغانانو په ملاتړ خپل هراړخيز ځواک له لاسه ورکړی او داعش به هم ونه شي کړای، چې د دغې سيمې امنيت ته ګواښ پېښ کړي.