لښکرګاه (پژواک، ۲۷ مرغومى ۹۳): د هلمند د والي مرستيال وايي، سږ کال په دغه ولايت کې د کوکنارو کر ډېر شوى چې د ديني عالمانو په ګډون خلک يې بايد پر وړاندې مبارزه کې ونډه واخلي.
محمد جان رسوليار د مرغومي په ٢٧مه په دې اړه له ديني علماوو او قومي مشرانو سره په غونډه کې وويل، سږ کال د هلمند په ډېرو سيمو کې کوکنار کرل شوي چې د پخوا په پرتله يې سلنه لوړه ده.
د معلوماتو له مخې، تېر کال په هلمند کې پر شاوخوا سل زره هکتار ځمکه کوکنار کرل شوي وو چې حکومت يې يواځې د ٧ سوه هکتارو فصلونه له منځه يوړل.
رسوليار ونه ويل چې سږ کال پر څومره ځمکه کوکنار کرل شوي، خو له قومي مشرانو او ديني علماوو يې غوښتنه وکړه چې د نشه يي توکو پر ضد مبارزه کې مرسته وکړي؛ ځکه سږ کال يې کچه ډېره ده.
هغه وويل: ((غواړو ممبر او سنګر سره يو ځاى شي او له دې لارې د امنيت په ټينګښت او ټولو هغو ناوړه کړو مخه ونيول شي چې له امله يې سيمه نا ارامه ده.))
د ده په خبره چې په يو شمېر سيمو کې سر له اوسه د ديني عالمانو له لوري د کوکنارو پر ضد د عامه پوهاوي پروګرامونه پيل شوي او هيله ده په نورو سيمو کې هم علما په دې برخه کې مرسته وکړي.
د علماوو شورا غړي مولوي مهردل په ولسواليو او لرو پرتو سيمو کې له ديني عالمانو غوښتنه وکړه چې نور پټه خوله پاتې نه شي، د سيمې د امنيت لپاره دې هڅې وکړي او د نشه يي توکو د کرکيلې مخه دې ونيسي.
نوموړي د کوکنارو د له منځه وړو د کمپاين پر مسوولينو نيوکه وکړه چې د کوکنارو د له منځه وړو پر مهال د پيسو او واسطو له امله د ځينو سيمو فصلونه نه اړوي.
يوه بل ديني عالم يونس موسوي وويل، د نشه يي توکو پر وړاندې مبارزه کې د حکومت د نه جديت او د کوکنارو د بديل نه شتون له امله د کوکنار کرکيله ډېره شوې ده.
ده وويل: ((ديني عالمابه مرسته وکړي خو دولت بايد جدي شي او سمه تګلاره جوړه کړي.))
له نشه يي توکو سره د مبارزې وزارت استازي عبدالحي نعمتي په ياده غونډه کې وويل چې د کوکنار کرکيله سيمه ناامنه کړې او ديني عالمان بايد په دې برخه کې مرسته وکړي.
ده يادونه وکړه چې حکومت د نشه يي توکو پر وړاندې مبارزه کې جدي دى.
په همدې اړه د نادعلي ولسوالۍ يو کروندګر حاجي نعمت الله پژواک خبري اژانس ته وويل خلک اړ دي چې کوکنار وکري؛ ځکه د ده په وينا له دې پرته ورته بل فصل ګټه نه کوي.
نعمت الله له حکومته غوښتنه وکړه چې د کوکنارو بديل دې ورکړي او يا دې د دوى کرنې ته پاملرنه ډېره کړي.
د روان لمريز کال د لړم په ٢١مه له نشه يي توکو سره د مبارزې وزارت په خپل تازه رپوټ کې ويلي وو چې روان کال په ټول هېواد کې د کوکنارو کرکيله اووه سلنه لوړه شوې ده.
هغه مهال د دغه وزارت سرپرست دين محمد راشدي ويلي وو چې د ټاکنو پروسې د غځېدو له امله ونه توانېدل چې په سمه توګه د کوکناور د کر مخنيوى وکړي.
خو له دې ټولو سره د ځينو ولايتونو امنيتي ارګانونو ژمنې کړې چې د کوکنارو پر ضد کمپاين کې به د ډېرو سيمو د کوکنارو کښتونه واړوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP