Language

د سوېلي زون د دولسمو ټولګيو لسګونه فارغين کابل ته د نيمه لوړو زده کړو لپاره لېږل کېږي

کندهار (پژواک ٢٧ مرغومى ٩٣): د کندهار د پوهنې رياست مسوولين وايي، د يوه ځانګړي پروګرام له مخې يې د سوېلي زون د دولسمو ټولګيو لسګونو فارغينو ته د نيمه لوړو زده کړو زمينه برابره کړې ده.

چارواکي وايي، ټاکل شوې ده، سر له نن څخه د درېيو ورځو په موده کې د کندهار په ګډون د هلمند، اروزګان او زابل ولايتونو د دولسمو ټولګيو لسګونه ښځينه او نارينه فارغين د پوهنې له رياست سره نومونه ثبت او د مرغومي په ٣٠مه تر يوې ازموينې وروسته بريالي فارغين په نښه کړي.

د کندهار د پوهنې رياست تدريسي مرستيال عوض نظري پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د نيمه لوړو زده کړو دغه پروګرام د پوهنې وزارت د تخنيکي او مسلکي زده کړو د معينيت له خوا پيل شوى دى.

هغه زياته کړه، په دې پروګرام کې لومړيتوب ځکه د سوېلي حوزې ولايتونو ته ورکړل شوى، چې دغلته د ځوانو مسلکي کارکوونکو سخت کمى محسوسېږي.

د نوموړي په وينا، د دې پروګرام له لارې به د دې زون د دولسمو ټولګيو شاوخوا ٣٠٠ ‌فارغينو ته د مديريت، حساب ساتنې او ټکنالوژي په برخو کې د نيمه لوړو زده کړو زمينه برابره شي.

دى وايي، د دولسمو ټولګيو فارغينو ته خبر ورکول شوى، چې د مرغومي مياشتې په ٢٧، ٢٨ او ٢٩ نېټو د کندهار د پوهنې په رياست کې نوم ليکنه وکړي او د همدې مياشتې په ٣٠مه په ټاکل شوې ازموينه کې ګډون وکړي.

د ده په خبره، همدا نن د بېلابېلو ولايتونو لسګونو فارغينو د پوهنې په رياست کې نوم ليکنه وکړه او تمه ده، چې دغه لړۍ تر راتلونکو دوو ورځو پورې بشپړه شي.

هغه وويل چې د ازموينې په پايله کې بريالي شوي فارغينو ته به د کابل په نيمه انسټيټوټ کې د بهرنيو ښوونکو له خوا زده کړې ورکول کېږي.

ده زياته کړه، په کابل کې د ټولو زده کوونکو لپاره د ليليې اسانتيا په پام کې نيول شوې او د دې تر څنګ چې کوم زده کوونکي په ياد شوي انسټيټوټ کې له دوو کلنو زده کړو وروسته فارغېږي، نو د بال سټېټ پوهنتون له خوا ورته نړيوال اعتبار لرونکي اسناد ورکول کېږي.

دى وايي، د دې پروګرام د پلي کېدو په پايله کې به د دولسمو ټولګيو زده کوونکي وکولاى شي، چې په دولتي او نادولتي ادارو کې پر ښو پوستونو کار وکړي.

د زده کړې دغه پروګرام د سوېلي زون د ولايتونو د دولسمو ټولګيو فارغين خوشحاله کړي او وايي، دا د هغوى لپاره لويه لاسته راوړنه ده چې په خپل هېواد کې د ننه ورته د بهرنيو ښوونکو له خوا د نيمه لوړو زده کړو زمينه برابرېږي.

د فريد احمد په نوم يو زده کوونکي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دوه ځله يې د کانکور ازموينه ورکړې او دواړه واره د خپلې خوښې څانګې ته نه دى بريالى شوى، خو دا ځل غواړي د دې پروګرام له لارې د نيمه لوړو زده کړو لپاره ازموينه ورکړي.

دى وايي، په کندهار او نورو ولايتونو کې ډېر داسې ځوانان شته چې غوښتل يې په دولتي او يانادولتي ادارو کې کار وکړي، خو د مسلکي زده کړو نشتوالى يې لويه ستونزه وه او په اسانۍ ورته کار نه پيدا کېده.

له هلمند څخه راغلي د دولسم ټولګي يوه فارغ محمد نعيم د دې تر څنګ چې د نيمه لوړو زده کړو د دې پروګرام په پيل کېدو ډېر خوشحاله وو، د پوهنې رياست له چارواکو د نوم ليکنې او ازموينې د پروسې شفافيت وغوښت.

هغه پژواک ته وويل، چې اړوند مسوولين دې په دې پروسه کې واسطې او اړيکې په پام کې نه نيسي، بلکې د ټاکل شويو اصولو له مخې دې يواځې د ازموينې په پايله کې بريالي شوي زده کوونکي د دغه پروګرام لپاره انتخاب کړي.

Related Topics