Language

د غزني ځينو ديني عالمانو د افغانانو تر منځ پر ملي يووالي ټينګار وکړ

غزني-ښرنه (پژواک، ۲۷ مرغومى ۹۳): د غزني ولايت ځينو ديني عالمانو له افغانانو غوښتنه کړې چې له قومي تعصبونو لاس واخلي او ملي يووالي ته کار وکړي.

ديني عالمانو دغه غوښتنه تېره ورځ (د٢٦ مرغومى) ناوخته د حضرت محمد(ص) د سيرت په هغه يو ورځني سيمينار کې وکړه چې په غزني کې د ژوند مدني ټولنې له لوري جوړ شوى و.

په دغه سيمينار کې د غزني يو شمېر ديني علماوو، قومي مشرانو او ځايي خلکو ګډون کړى وو.

ديني عالم مولوي محمدنادر د سيمينار ګډونوالو ته د رسول الله (ص) د سيرت په اړه پر معلوماتو ورکولو سربېره له افغانانو غوښتنه وکړه چې سره يو شي او ملي يووالي ته کار وکړي.

ده وويل: ((خداى (ج) په قران کريم کې فرمايلي چې ټول مسلمان سره وروڼه دي، نو موږ هم بايد د پښتون، تاجک او هزاره تر منځ تعصبونه پيدا نه کړو، د وروڼو په څېر ژوند غوره کړو.))

د غزني د قره باغ ولسوالۍ ديني عالم مولوي بشيراغا بيا په فرانسوي مجله کې د حضرت محمد (ص) د کاريکاتور نشرېدل وغندل او هغه يې مسلمانانو ته سپکاوى وباله.

نوموړي وويل چې مسلمانان بايد په خپلو کې سره متحد شي او د دغسې نشراتو مخنيوى دې وکړي.

هغه په خپلو خبرو کې د افغانانو تر منځ پر ملي يووالي هم ټينګار وکړ: ((افغانان بايد هڅه وکړي چې په خپلو کې ملي يووالي ته کار وکړي.))

د ژوند مدني ټولنې مشر نقيب الله خاکسار اندړ وويل، په دغه سيمينار کې لسګونه کسانو برخه لرله او د دې لپاره يې ترسر کړ چې خلک د رسول الله (ص) پر سيرت پوه شي او ملي يووالي ته کار وکړي.

ده وويل، هڅه يې دا ده چې په غزني او ټول هېواد کې د ملي يووالي لپاره کار وکړي.

د يوبل خبر له مخې، تېره ورځ ناوخته د پکتيکا ولايت سلګونه اوسېدونکو هم د اسلام د ستر پيغمبر حضرت محمد ”ص” د کاريکارتور د خپرېدو په غبروګون لاريون وکړ.

يو شمېر لاريون والو په توره ټوټه د اسلام د ستر پيغمبر حضرت محمد (ص) ليکل شوى نوم پر ټنډو لګولى و او د سعيد او شريف تصويرونه يې له ځان سره لېږدول.

د لاريون يوه ګډونوال مولوي صالح پژواک اژانس ته وويل په دې موخه يې لاريون کړى چې نړۍ ته وښيي مسلمانان لا ژوندي دي.

ده وويل هر څوک چې د اسلام د ارزښتونو او شخصيتونو سپکاوى وکړي پر وړاندې به يې درېږي او د اسلام دفاع به کوي.

د لاريون په پاى کې پنځه ماده ييز پرېکړه ليک خپور شو چې په کې له افغان دولته په کابل کې د فرانسې سفارت د تړلو غوښتنه شوې ده.

په پرېکړه ليک کې ويل شوي: ((د نړۍ مسلمانان بايد د اسلام ضد شبکو پر وړاندې متحد شي، کابل دې له پاريس سره اړيکې وشلوي او هلته دې خپل سفارت وتړي.))

د پرېکړه ليک په وروستۍ ماده کې له مدني ټولنو او رسنيو غوښتنه شوې د هغه چا پر وړاندې سخت غبرګون وښيي چې د اسلام د مقدساتو سپکاوي کوي.

په ورته مهال د خوست ولايت د مقام له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې هم د فرانسوي مجلې شارلي ابدو له لوري د پيغمبر (ص) د کاريکاتور خپرېدل وحشيانه او جاهلانه کار بلل شوى او  غندنه يې کړې ده.

Related Topics