Language

کرنې وزارت ته نوماند د نړيوالو پوليسو تر تعقيب لاندې دى

کابل (پژواک، ٢٧ مرغومى ٩٣): د نړيوالو پوليسو له خوا خپاره شوي معلومات څرګندوي چې د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت لپاره نوماند وزير تر تعقيب لاندې دى او بايد د خپل محکوميت دوره تېره کړي.

د نړيوالو پوليسو يا انټرپول په ويبپاڼه کې په خپرو شوو معلوماتو کې راغلي چې محمديعقوب حيدري د اروپايي هېواد استونيا د قضايي چارواکو په غوښتنه تر تعقيب لاندې دى، څو ورنه پوښتنې ګروېږنې وشي او خپله د محکوميت دوره تېره کړي.

د دغه کس جرم له ډېرو مالياتو تېښته او دوکه ورکول ښودل شوي دي.

انټرپول د حيدري د تصوير او پېژندنې لکه نوم، کورنى نوم، د زېږېدو ځاى او مليت په ګډون ټولو ځانګړتياوو په خپرولو سره له ټولو غوښتنه وکړه چې د هغه په اړه شته معلومات د هېواد له پوليسو سره شريک کړي.

د دې ويبپاڼې د معلوماتو له مخې، محمديعقوب حيدري په ۱۵/۰۵/۱۹۶۲ نېټه په کابل ښار کې زېږېدلى دى.

نړيوالو پوليسو زياته کړې چې د دغه کس په اړه لګول شوي تورونه د همدغه بنسټ په غوښتنه د عامه پوهاوي په موخه خپاره شوي دي.

پژواک خبري اژانس هڅه وکړه چې په دې اړه د محمديعقوب حيدري نظر هم ولري، خو ونه توانېد.

د مرکزي بانک او ملي امنيت عمومي رييسانو سربيره د کابينې ٢٥ نوماند وزيران چې د کرنې او اوبو لګولو وزارت نوماند هم په کې و، تېره اوونۍ د حکومت له جوړېدو څه باندې ١٠٠ ورځې وروسته د ولسمشر او اجرايي رييس له خوا معرفي شول.

دا د نوې کابينې لپاره د يوه نومول شوي وزير په اړه د جرمونو د اعلان لومړۍ پېښه ده. 

د ولسي جرګې ځينو غړو ويلي چې د ټولو نوماند وزيرانو پېژندنې دې په کره توګه وڅېړل شي او ټاکنه  دې د وړتيا له مخې وي.

ټاکل شوې چې دغه نوماندان د سې شنبې په ورځ ولسي جرګې ته د باو رايې اخيستو لپاره ور وپېژندل شي.