پل علم (پژواک ٢٨ مرغومى ٩٣): د لوګر امنيه قوماندان وايي، هغه طالب قوماندانان په پاکستان کې نيول شوي چې په لوګر کې يې د داعش مخنيوى کاوه.
امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحکيم اسحاقزي له پژواک خبري اژانس سره په مرکه کې وويل چې د لوګر په څرخ او محمداغې ولسواليو کې يو شمېر طالب قوماندانانو د داعش مخنيوى کاوه.
هغه زياته کړه، چې دغه طالب مشران څو ورځې مخکې په يوه پلمه کوېټې ته غوښتل شوي وو او هلته تر رسېدو وروسته نيول شوي او اوس بنديان دي.
خو نوموړي دا څرګنده نه کړه چې ياد کسان د پاکستان حکومت بنديان کړي او که خپله طالبانو.
امنيه قوماندان وايي: ((په نيول شوو طالب قوماندانانو کې ملا عبدالرحيم، ملا نانى اغا، ملا بشېر او ملا نبي اخوند شامل دي.))
اسحاقزي وويل، د دغو طالب مشرانو تر نيول کېدو وروسته په ځينو سيمو کې داعش وسله وال پيدا شوي او د ځينو کورونو پر دېوالونو يې ”زنده باد داعش” زنده باد البغدادي” شعارونه ليکلي دي.
ده وويل: ((پاکستان په ښکاره د داعش ملاتړ کوي. دوى غواړي لوګر په خپله ولکه کې راولي او خونړۍ پېښې رامنځته کړي. دا ډله ډېر مالي امکانات، زياتې وسلې لري او د ځوان طالب وسله والو پر جذبولو بوخته ده.))
هغه يادونه وکړه: ((د امارتي په نامه پخوانى مشهور طالب قوماندان موده مخکې له داعش سره يو ځاى شوى او د پاکستان له لارې له سلګونه جنګياليو سره څرخ او محمداغې ته راغلى دى.))
اسحاقزي زياته کړه چې دې ډلې د محمداغې په زرغون سيمه کې تور بيرغونه درولي، جنګيالي يې تورې جامې اغوندي او مخ پټي ګرځي.
د محمداغې د زرغون سيمې اوسېدونکي محمدانور پژواک اژانس ته وويل، له تېرو څو ورځو راهيسې په دې سيمې کې مخ پټي او تورلباسي وسله وال لېدل کېږي.
انور وويل: ((دغو وسله والو د سيمې خلکو ته خبردارى ورکړى چې د حکومت له ملاتړه لاس واخلي، زيارتونو او هديرو ته به نه ورځي او که څوک سرغړونه وکړي سزا به ورکړي.))
بلخوا د څرخ ولسوال خليل الله کمال تاييدوي چې د يادې ولسوالۍ ځينو سيمو ته عرب، پاکستاني او چيچيني وسله وال ورغلي چې ځانونه په داعش ډلې پورې تړلي بولي.
د ولسوال په خبره: ((که د داعش مخنيوى ونه شي تر راتلونکي پسرلي به د ټول لوګر او سيمې لپاره پر ستر ګواښ واوړي.))
د څرخ ولسوالۍ قومي مشر سيدعارف اغا پژواک ته وويل: ((په يو شمېر سيمو کې داعش ډله پيدا شوې، ژوندى دې وي اسلامي دولت، ژوندى دې وي د نړۍ د مسلمانانو مشر ابوبکر البغدادي، په ملاتړ شعارونه ورکوي.))
دغه قومي مشر يادونه وکړه چې حکومت دې د يادې ډلې د نفوذ مخنىوى وکړي.
د دغه ولايت امنيه قوماندان يادونه کړې چې په لوګر کې د دې ډلې د مخنيوي پر پلان کار کوي، خو هغه په دې تړاو نور څه ونه ويل.
وسله والو طالبانو تر اوسه د دې خبر په غبرګون کې څه نه دي ويلي چې په لوګر کې يو شمېر داعش ضد طالب قوماندانان په پاکستان کې نيول شوي او په کوېټه کې بنديان دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP