Language

يو ملا امام ووژل شو

کندهار ښار ( پژواک، ٢٨ مرغومى ٩٣ ) : په کندهار ولايت کې ديوې چاودنې له امله د جومات ملا امام وژل شوى دى.

د کندهار د والي وياند صميم خپلواک د مرغومي په ٢٨مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا چاودنه تېره ورځ ناوخته د پنجوايي ولسوالۍ د ناخوني په سيمه کې شوې ده.

هغه زياته کړه، چې چاودنه په لاره کې په ياد ملا امام شوې چې له امله يې هغه وژل شوى او  د پېښې له ځاى سره روان دوه سيمه ييز پوليس ټپيان شوي دي.

د نوموړي په وينا، تر چاودنې وروسته پوليسو په سيمه کې يوتن له چاودېدونکو توکو سره نيولى او هغه منلې چې په ياده چاودنه کې يې لاس درلود.

د والي وياند دغه راز وويل چې پرون په ميوند ولسوالۍ کې د ملي ځواکونو په عملياتو کې څلور وسله وال وژل شوي او پنځه نور يې ټپيان دي.

وسله والو مخالفينو تر اوسه د يادو پېښو په اړه څه نه دي ويلي.

Related Topics