Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په لښکرګاه کې ځانمرګي بريد درې پوليس وژلي

دويم تعقيب-لښکرګاه (پژواک، ٢٨ مرغومى ٩٣): د هلمندپه مرکز لښکرګاه کې د عامه ساتنې پر پوليسو د موټر په وسيله شوي ځانمرګي بريد کې درې پوليس وژل شوي او اته نور ټپيان  دي.

د هلمند د والي وياند عمر ځواک د مرغومي په ٢٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن نږدې دوه نيمې بجې د لښکرګاه د دوراهي په سيمه کې د يادو پوليسو د موټرو پر کتار ځانمرګى بريدوشو، چې په کې درې پوليس ووژل شول او اته نور ټپيان شوي دي.

بله خوا په هلمند کې د عامه ساتنې د پوليسو قوماندان سمونوال غفار خان پژواک اژانس ته وويل چې د پوليسو د موټرو دغه کتار له هرات څخه د هلمند له لارې کندهار ته پر لاره وو چې د دوراهي په سيمه کې پرې د سراچه موټر په وسيله ځانمرګى بريد وشو .

تر دې مخکې د هلمند د امنيه قوماندانۍ وياند سمونوال فريداحمد عبيد هم ويلي وو، چې دغه بريد د عامه ساتنې د پوليسو پر کتار شوى دى.

په دې اړه به نور معلومات وروسته خپاره شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.