Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

١١ وسله وال مخالفين ووژل شول

جلال اباد، چاريکار، کندهار (پژواک ٢٩ مرغومى ٩٣): چارواکي وايي، چې په ننګرهار ، کندهار او پروان کې د عملياتو پرمهال ١١ وسله وال مخالفين وژل شوي او څلور نيول شوي دي.

د ننګرهار  د امنيه قوماندانۍ وياند حضرت حسين مشرقيوال پژواک خبري اژانس ته وويل، تېره شپه د ننګرهار حصارک ولسوالۍ په تومۍ سيمه کې د وسله والو ځپلو په موخه امنيتي ځواکونو عمليات ترسره شول، چې په پايله کې يې د يوه طالب قوماندان لعل محمد په ګډون څلور وسله وال مخالفين وژلي دي.

نوموړي زياته کړه، تېره شپه افغان امنيتي ځواکونو د ننګرهار لعلپورې ولسوالۍ چکنور سيمه  کې عمليات تر سره کړل، چې په پايله کې يې د تحريک طالبان پاکستان د ډلې دوه قوماندانان نيول شوي دي.

دی وايي، د ننګرهار خوګياڼو ولسوالۍ کې امنيتي ځواکونو هوايي عمليات ترسره کړي، چې په وينا يې، څلور وسله وال په کې وژل شوي دي.

نوموړي زياته کړه، چې په دغو عملياتو کې يوه مېرمن هم وژل شوې ده.

د يوه بل خبر له مخې، د پروان ولايت په سياه ګرد ولسوالۍ کې هم درې وسله وال مخالفين وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي.

د پروان امنيه قوماندان مل پاسوال محمد زمان مموزي وويل، چې مخالفينو ته دغه مرګ ژوبله نن مازيګر وروسته تر هغه واوښته، چې د سيمه ييزو پوليسو پر يوه پوسته  يې بريد وکړ .

دده په خبره ، د وسله والو مړي  له وسلو سره د امنيتي ځواکونو لاس ته  ور غلي دي.

خو د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې په دې نښته کې يې څلور سيمه ييز پوليس وژلي او پنځه نور ټپيان کړي او يواځې يو طالب وژل شوى دى.

د يوه بل خبر له مخې، د کندهار ښار د پنځمې امنيتي حوزې په ساحه کې د چاودنې له امله درې ملکي وګړي ټپيان شول.

پېښه نن مازيګر شپږ بجې د يادې شوې حوزې د شورمانو په سيمه کې وشوه.

د کندهار د والي وياند صميم خپلواک پژواک خبري اژانس ته وويل، چې چاودېدونکي توکي په يوه زرنج موټر سايکل کې ځاى پر ځاى شوي وو او د پوليسو يوې پوستې ته څېرمه درول شوى و.

هغه زياته کړه، دغه زرنج د پوليسو له خوا پېژندل شوى و، خو مخکې له دې چې شنډ کړاى شي چاودنه يې کړې ده.

د نوموړي په وينا، په دې پېښه کې درې ملکي وګړي ټپيان شوي، خو پوليسو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

دغه راز د کندهار ملي امنيت رياست دوه وسله وال مخالفين، چې په کندهار کي يې هدفي وژنې او تخريبي فعاليتونه سرته رسول، هم نيولي دي.

 د کندهار ولايت له مقام څخه پژواک اژانس ته په رارسېدلې خبرپاڼه کې راغلي، ياد کسان عبدالهادي مشهور په بريالي او اميرمحمد مشهور په ميراغا دي، چې دواړه د همدې ولايت اوسېدونکي دي.

سرچينه کاږي، يادو دوو تنو غوښتل په کندهار ښار او ولسواليو کې چريکي، تخريبي او د دولت پر ضد فعاليتونه وکړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.