Language

کاپيسا کې د پخوانيو جهادي قوماندانانو د نښتو له امله ښوونځي تړل شوي

محمودراقي (پژواک، ٢٩ مرغومى ٩٣): د کاپيسا په کوهبند ولسوالۍ کې د دوو سيمه ييزو پخوانيو جهادي قوماندانانو د خپلمنځي نښتو له امله ځينې ښوونځي تړل شوي دي.

د يادې ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکي وايي چې له تېرو دوو کلونو راهيسې په ياده ولسوالۍ کې د دوو سيمه ييزو قوماندانانو د نښتو له امله ځينې ښوونځي تړلي پاتې او خلک له ګڼو ستونزو سره مخ دي، خو تر اوسه حکومتي چارواکو په دې اړه څه نه دي کړي.

د يادې ولسوالۍ يوه اوسېدونکي ميرزامحمد پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه دوه غير مسوول قوماندانان خپل وسله وال او پوستې لري.

د هغه په وينا، حکومت د دومره امکاناتو او ځواکونو په لرلو سره هم تر اوسه پر دې نه دي توانېدلي چې ياد قوماندانان مهار او په سيمه کې شته ستونزه هواره کړي.

دى وايي چې د جګړو او نښتو له امله خلک ډېرى مهال په خپلو کورونو کې بند پاتې وي او د دغو ناامنيو له امله ډېرى ښوونځي هم تړلي دي.

د کوهبند ولسوالۍ يو بل اوسېدونکى حبيب الله هم وايي چې تر اوسه د يادو قوماندانانو په جګړو او نښتو کې لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ده په وينا، ښوونځي او کلينيکونه تړلي پاتې دي خو تر اوسه حکومت يو ځل هم دې ولسوالۍ ته ځواکونه نه دي لېږلي.

د زرين په نوم د دې ولسوالۍ يوه بل اوسېدونکي پژواک ته وويل چې په کوهبند کې طالبان نشته د حکومت مخالفت نشته، خو بيا هم حکومت د خلکو پوښتنه نه کوي.

هغه زياته کړه چې د يادو نښتو او ناامنيو له امله ډېرو اوسېدونکو خپلې سيمې پرېيښې دي او نورو سيمو ته کډوال شوي دي.

د کاپيسا د امنيه قوماندانۍ وياند همايون رشيدي پژواک اژانس ته وويل چې دغه قوماندانان ګل نظيم او ضابط وکيل نومېږي.

هغه زياته کړه چې دواړه د حزب اسلامي او جمعيت اسلامي پخواني جهادي قوماندانان دي او د جهاد له وختونو راهيسې يې شخړې روانې دي.

رشيدي ومنله چې په دې ولسوالۍ کې د ښوونځيو پر وړاندې ستونزې شته او د ناامنيو د وېرې له امله ډېرى هلکان ښوونځيو ته نه ځي.

خو د کاپيسا د پوهنې رييس محمدنسيم صافي په ياده ولسوالۍ کې د ښوونځيو د تړل کېدو خبره نه مني.

هغه له پژواک اژانس سره د خبرو پر مهال په ياده سيمه کې امنيتي ستونزې تاييدوي او وايي چې د دغو ستونزو له امله د پوهنې پر وړاندې خنډونه جوړ شوي دي.

نوموړي ژمنه وکړه چې دوى به ډېر ژر په کوهبند ولسوالۍ کې د پوهنې پر وړاندې شته ستونزې هوارې کړي.

د کوهبند ولسوالۍ د ځينو اوسېدونکو په وينا، دواړه قوماندانان د حکومت د لوړپوړو چارواکو له خوا تمويلېږي، همدا لامل دى چې څوک جرئت نه شي کولى پر ضد يې اقدام وکړي.

د کاپيسا د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر عبادالله تلوار هم تاييدوي چې په کوهبند ولسوالۍ کې يادو قوماندانانو ستونزې پيدا کړې دي.

هغه زياته کړه چې دا ستونزه تر کورنيو چارو وزارت پورې رسېدلې، هغوى په دې اړه جدي اقدامات پيل کړي او ډېر ژر به ياد کسان د قانون منګلو ته وسپارل شي.

د يادونې ده، چې ياده ولسوالۍ د پنجشېر او لغمان له سرحدي ولسواليو سره ګډه پوه لري او ځينې وخت د جګړو پر مهال يادو ولايتونو ته له همدې غرنيو لارو تګ راتګ کېږي.

Related Topics