پل علم (پژواک ٣٠ مرغومى ٩٣): چارواکي وايي چې په لوګر ولايت کې يې د استيناف څارنوالۍ دوه څارنوالان د بډو اخيستو په تور نيولي دي.
ددې ولايت يوې باوري سرچينې د مرغومي په٣٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل،چې نن يې د استيناف څارنوالۍ دوه څارنوالان د زرګونه ډالرو بډو اخيستو پر مهال لاس په لاس نيولي دي.
سرچينه وايي :(( دغو دوه څارنوالانو د يوې جنايي دوسيې پر سره زرګونه امريکايي ډالره اخيستل، چې ونيول شول او اوس ترې څېړنې روانې دي.))
د لوګر د والي وياند دين محمد دروېش پژواک اژانس ته وويل چې نن د دې ولايت دوه څارنوالان د بډو اخيستو په تور نيول شوي دي.
خو د والي وياند د يادې مسلې د څرنګوالي په تړاو ډېر څه ونه ويل.
دغه راز د لوګر د استيناف څارنوالۍ مشر څارنوال عبدالقيوم نور پژواک اژانس ته تاييد کړه چې دوه څارنوالان يې د ملي امنيت له لوري د بډو اخيستو په تور نيول شوي دي.
څارنوال وويل چې جرم فردي عمل دى او که نيول شوو کسانو رښتيا هم بډې اخيستې وي، بايد سزا ورکړل شي.