Language

يو شمېر ترکمنو  مشرانو حکومت کې د خپل نفوس پربنسټ د برخې غوښتنه وکړه

مزارشريف (پژواک ٣٠ مرغومى ۹۳): د ترکمنو يو شمېر قومي مشرانو په نوي حکومت کې د خپل نفوس پربنسټ د برخې د ترلاسه کېدو غوښتنه وکړه او وايي، چې د برخې په نه ورکولو سره به لاريونونه وکړي.

ياده غوښتنه په هغې غونډه کې وشوه، چې د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف کې ترسره شوه او په کې د هېواد له بېلابېلو ولايتونو څخه د دغه قوم ځينو قومي مشرانو او ځوانانو برخه اخيستې وه.

د بلخ ولايت د ترکمنو شورا اداري مسوول انجنير عبدالصمد د يادې غونډې په څنډه کې پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د ترکمن د قوم خلک نن په همدې موخه سره راټول شوي، چې په نوي حکومت کې له ولسمشر محمد اشرف غني څخه د خپل نفوس په پام کې نيولو سره د ونډې غوښتنه وکړي.

د هغه په وينا، په نوي حکومت کې د ترکمنو چارواکي شته، خو دغه قوم ته د نفوس په تناسب په حکومت کې ونډه نه ده ورکړل شوی، چې په ټول هېواد کې يې شمېر له درې ميليونو څخه اوړي.

صمد وايي: ((که چېرې موږ ته د خپل نفوس په اساس په نوي حکومت کې برخه را نه کړای شي، نو همداسې غونډې به روانې وساتو؛که بيا هم ونه شول، نو سړکونو ته به راووځو او د پراخو مظاهرو له لارې به د خپل حق غوښتنه وکړو.))

د بلخ د ترکمنو د شورا مشر حاجي انور پژواک  وويل چې  د دوى قوم په ټول هېواد کې په ټولو تېرو شويو ټاکنو کې په پراخه کچه برخه اخيستې، نو بايد حق يې هم خوندي وي.

د ده په خبره، ترکمنانو د نورو قومونو په څېر د پخواني شوروي اتحاد پرضد جهاد کې برخه اخيستې او د نورو قومونو په څېر پوه کسان لري؛ نو بيا ولې  پوره حق نه ورکول کېږي؟

د غونډې په پاى کې  ١٧ ماده ييز پرېکړه ليک صادر شو، چې په کې د هغوى د نفوس پربنسټ ترکمن قوم ته له وزارت څخه نيولې تر ناحيو پورې په حکومت کې د ونډې ورکولو غوښتنه شوې وه.

دا په داسې حال کې ده، چې د کانديد وزيرانو په نوملړ کې، چې نن ولسي جرګې ته ور وپېژندل شول، په ترکمن قوم پورې اړوند يو تن فيض محمد عثماني د ارشاد، حج او اوقافو وزارت ته نومول شوى دى.

Related Topics