پاراخ، فراه، جلال اباد( پژواک ٣٠ جدى ٩٣): په فراه، ننګرهار او پنجشېر ولايتونو کې ګن شمېر خلکو له امنيتي ځواکونو ملاتړ اعلان کړ.
له يادو غونډو يوه د فراه ولايت په مرکز کې د شاوخوا زرو تنو ديني علماوو، د مدني ټولنو غړو، ښوونکو، زده کوونکو او فراه نورو ښاريانو په ګډون جوړه شوه.
د فراه د علماوو شورا غړي مولوي عبدالهادي وويل، چې افغان امنيتي ځواکونه په داسې حال کې سرښندنې کوي، چې هېواد له بحران او بهرنيو لاسوهنو سره مخ دى.
ده له ټولو خلکو وغوښتل چې له امنيتي ځواکونو څخه ملاتړ وکړي. دغه راز هغه په دولت غږ وکړ، چې په هېواد کې د اسلامي قانون پلي کېدو ته ډېره پاملرنه وکړي.
په فراه کې د عبدالهادي ارغنديوال په مشرۍ د حزب اسلامي مشر احمدشاه رشيدي هم په دې غونډه کې له امنيتي ځواکونو ملاتړ وکړ او ويې ويل چا ته به اجازه ورنه کړي، چې هېواد له بحران سر مخ کړي.
هغه وايي: ” چمتو يو چې د امنيتي ځواکونو تر څنګ له خپل هېواد څخه دفاع وکړ.”
د فراه د ولايتي شورا غړي دادالله قانع له امنيتي ځواکونو د ملاتړ تر څنګ وويل، چې په فراه کې “داعش” فعاليت پيل کړى؛ خو ځکه د اندېښنې وړ نه دى، چې امنيتي ځواکونه ورسره د مقابلې وړتيا لري.
د ننګرهار ولايت د بهسودو ولسوالۍ لسګونو اوسېدونکو، ديني عالمانو، قومي مشرانو او د مدني ټولنې غړو هم نن په يوه غونډه کې له امنيتي ځواکونو خپل ملاتړ اعلان کړ.
دغه غونډه د دې ولسوالۍ د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه.
د بهسودو ولسوالۍ يو تن ملک ناصر الکوزي وويل چې دا مهال د امنيتي ځواکونو له برکته خلک په ارامه توګه خپلې ورځنۍ چارې پر مخ وړي او د هلکانو تر څنګ ګڼ شمېر نجونې ښوونځيو ته ځي.
هغه وايي: “اوس چې امنيتي چارې په بشپړ ډول افغانانو ته وسپارل شوې، بايد چې هر ډول عصري وسلې او طيارې د دوی په واک کې ورکړل شي.”
د بهسودو ولسوالۍ د ځوانانو شورا مشر تيمور شاه جمالزی وايي: ” موږ به تل د امنيتي ځواکونو سره د وطن په دفاع کې اوږه په اوږه ولاړ اوسو، او د اړتيا پر مهال ځوانان کولی شې چې د جګړې ميدان ته هم د امنيتي ځواکونو په ملاتړ لاړ شې.”
په پنجشېر کې هم د سلګونو تنو په ګډون ورته غونډه جوړه شوې وه.
د پنجشېر د شتل ولسوالۍ يو ديني عالم مولوي عبدالغني په دې غونډه کې وويل: ” له افغان امنيتي ځواکونو ملاتړ کوم،اوس د دې وخت رارسېدلى، چې افغان ځواکونه د خپل هېواد ټولې امنيتي چارې پر غاړه لري او د دې ځواکونو د تخريب لپاره نوره هېڅ بهانه نشته.”
هغه وايي، چې ټول خلک بايد د يو خپلواک افغانستان لپاره له امنيتي ځواکونو سره اړينې همکارۍ ولري .
د غونډې يو بل ګډونوال عزم الدين پژواک ته وويل: ” په دې ورځو کې اوازې دي چې داعش افغانستان ته راغلى، په همدې دليل موږ له خپلو امنيتي ځواکونو ملاتړ اعلان کړ. “
د پنجشېر امنيه قوماندان عبدالعزيز غيرت په دې غونډه کې وويل :” د طالبانو او داعش په ګډون به د هېواد د ټولو دښمنانو پر وړاندې په ټول توان سره مبارزه وکړو او له امنيتي ځواکونو د خلکو ملاتړ موږ ته نور جراات هم راکوي تر د خپل وطن له لوېشت ، لوېشت خاورې ساتنه وکړو. “
په تېرو څو ورځو کې د هېواد په مرکز او ځينو نورو ولايتونو کې هم د امنيتي ځواکونو په ملاتړ غونډې جوړې شوې دي.
دا په داسې حال کې چې په دې وروستو کې له بهرنيو، افغان ځواکونو ته د امنيتي چارو د سپارلو پروسه بشپړه شوې ده .
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP