ښرنه (پژواک د سلواغې لومړۍ نېټه ٩٣): د پکتيکا ولايت د امنيه قومندانۍ په چوکاټ کې د چټک غبرګون د قطعې لپاره ودانۍ جوړه او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.
د پکتيکا مرستيال والي عطاء الله فضلي د دې ودانۍ د پرانيستلو پرمهال وويل، دغه ودانۍ د چټک غبرګون د ځواکونو لپاره په اته جريبه ځمکه کې په پاخه او عصري ډول جوړه شوې، چې د ژوند کولو هر ډول اسانتياوې لري.
د پکتيکا د امنيه قومندانۍ سرپرست نثار احمد عبدالرحيمزي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ياده ودانۍ د امريکا متحدو ايالاتو په ۳،۲ ميليونو ډالرو مالي لګښت د دوو کلونو په موده کې جوړه شوې ده.
د ده په خبره، دغه ودانۍ په عصری وسايلو سمبال اداري خونې، نظارت خونه، د ډوډۍ خوړلو ځای، د اوبو مجهز سيستم، د وسلو د ساتلو خوندي ځايونه، برېښنا، سړکونه، ويالې او په نورو ټولو د اړتيا وړ وسايلو سمباله ده، چې د چټک غبرګون د قطعې په واک کې ورکړل شوه.
د ځانګړو ځواکونو قومندان عزيزالله کاروان بيا وايي، چې له دې وړاندې د ځای د نه شتون له امله له ګڼو ستونزو سره مخ وو.
هغه زياته کړه، د دې ودانۍ په جوړېدو سره به د دوی کارونه منظم او د خپلو هېوادوالو د امنيت ساتنې په برخه کې هر ډول قربانۍ ته چمتو دي.