جلال اباد (پژواک ٢ سلواغه ٩٣): چارواکي وايي چې په ننګرهار ولايت کې يې ١٢ هټۍ وال په ناقانونه ډول د وسلو پلورلو په تور نيولي دي.
د دې ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال فضل احمد شېرزاد د سلواغې په ٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې پوليسو نن د جلال اباد ښار د لومړۍ حوزه اړونده ساحه کې چاڼيز عمليات وکړل.
شېرزاد وايي، د دې عملياتو په ترڅ کې له څو هټيو چې وسلې يې پلورلې ٢١ تومانچې او ١٣٠ چرييز ټوپک له ١٢ پلورونکو سره نيولي دي.
نوموړي وويل: ((ډېرى مجرمينو به د ښار له يادو هټيو وسلې ترلاسه کولې او بيا يې پرې ترهګريز اعمال ترسره کول.))
د شېرزاد په خبره، پوليس به چاته اجازه ور نه کړي چې په ناقانونه ډول وسلې وپلوري او له سرغړونکو سره به قانوني چلند وکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP