Language

د انسان تښتوونکو دوه ډلې ونيول شوې

جلال اباد-پل علم (پژواک ٢ سلواغه ٩٣): چارواکي وايي چې په ننګرهار او لوګر ولايتونو کې يې اوه انسان تښتونکي نيولي دي.

د ننګرهار د امنيه قوماندان مل پاسوال فضل احمد شېزاد پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره ورځ ناوخته يې پوليسو څلور کسان د انسان تښتونې په تور نيولي دي.

شېرزاد وايي چې نيول شوي کسان په ډېرو پېښو کې لاس لري او موده مخکې يې د جلال اباد د يوه ښاري راخوشې کولو په بدل کې د هغه له کورنۍ يو ميليون ډالر ترلاسه کړي وو.

امنيه قوماندان د نيول شوو پر ضد د عملياتو د څرنګوالي او سيمې په تړاو څه ونه ويل، خو يادونه يې وکړه چې له دغو کسانو څېړنې پيل شوې او ژر به يې قضايي ارګانونو ته وسپاري.

بلخوا د لوګر امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحکيم اسحاقزى وايي چې تېره شپه يې په محمداغې ولسوالۍ کې يو زده کوونکى د تښتوونکو له بنده ژغورلى او درې انسان تښتوونکي يې نيولي دي.

اسحاقزي پژواک اژانس ته وويل، د نيول شوو کسانو په لټه يې د يادې ولسوالۍ د احمدزيو کلا په سيمه کې عمليات کړي چې په ترڅ کې يې د شکنجې ځينې وسايل هم نيول شوي دي.

د يادې قوماندانۍ جنايي مدير پژواک اژانس ته وويل چې نيول شوي کسان په يوه کور کې اوسېدل او د يادې ولسوالۍ د لېسې د لسم ټولګي يو زده کوونکى يې هم تښتولى و.

 

هغه يادونه وکړه چې دا سړي تښتوونکي په ورته نورو پېښو کې هم لاس لري او ډېر ژر به يې قضايي او عدلي ارګانونو ته وسپاري.

د لوګر ولايت اسېدونکي ګلاب شاه پژواک اژانس ته وويل چې اړوندې ادارې بايد د انسان تښتوونکو پر وړاندې جدي و اوسي او  سخته سزا ورکړي.

د ګلاب شاه په خبره، که حکومت د انسان تښتوونکو په محاکمه کولو کې جدي شي، نو د انسان تښتونې پېښې به کمې شي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.