Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د کندهار په ميوند کې وسله والو او پاڅون کوونکو ته مرګ ژوبله اوښتې

کندهار (پژواک، ٢ سلواغه ٩٣): د کندهار په ميوند ولسوالۍ کې وسله والو د پاڅون کوونکو پر کورونو بريد کړى چې په پايله کې يې د دواړو لورو ١٧ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

دغه پېښه تېره شپه شاوخوا نهه بجې د دې ولسوالۍ په کلا ښامير سيمه کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه، چې په دې سيمه کې شاوخوا د لسو کليو اوسېدونکو يوه مياشت وړاندې د وسله والو پر ضد پاڅون  کړى دى.

د ميوند امنيه قوماندان جان اغا پژواک خبري اژانس ته وويل چې ګڼ شمېر وسله والو د شپې له تيارې په استفادې د پاڅونوالو پر کورونو وسله وال بريد وکړ او د دواړو لورو تر منځ جګړه ونښته چې څو ساعته يې دوام وکړ.

هغه زياته کړه، په دې جګړه درې پاڅون کوونکي وژل شوي او درې نور ټپيان دي او دغه راز د يوه سيمه ييز پوليس د ټپي کېدو تر څنګ  څلور وسله وال مخالفين وژل شوي او اووه  نور ټپيان دي.

د نوموړي په وينا، وسله والو خپل مړي د جګړې په ډګر کې پرېيښي خو ټپيان يې له ځان سره وړي دي.

د نوموړي په وينا، د جګړې پر مهال سيمې ته د پاڅون کوونکو د مرستې لپاره د ملي اردو او عامه نظم ځواکونه هم ولېږل شول، هلته يې عمليات پيل کړل او د وسله والو بريد يې پر شا وتمباوه.

د پاڅون کوونکو له ډلې د جان محمد په نوم يوه تن پژواک خبري اژانس ته وويل، پاڅون کوونکي خپلو کورونو ته څېرمه په ګزمه بوخت وو چې وسله والو ورباندې بريد وکړ.

هغه هم وويل چې په دې پېښه کې درې پاڅون کوونکي وژل شوي او درې نور ټپيان دي خو وسله والو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

دى وايي، له حکومته يې د پاڅون پر مهال غوښتنه کړې وه چې خلک په سخت حالت کې له خپل حکومت سره ودرېدل، هغوى ته په کار ده چې پاڅون کوونکي يواځې پرې نه ږدي او د وسلو او تجهيزاتو مرسته ور سره وکړي.

وسله والو مخالفينو د يادې پېښې په اړه تر دې مهاله څه نه دي ويلي.

ميوند ولسوالي د کندهار ښار په ٧٠ کيلومترۍ کې د هرات_کندهار پر لويه لاره پرته ده، چې په ځينو سيمو کې يې اوس هم وسله وال مخالفين فعال دي.

د ميوند ولسوالۍکلا ښامير هغه سيمه ده چې له تېرو څو کلونو راهيسې په کې وسله والو مخالفينو فعاليت کاوه، دلته يې ماينونه ځاى پر ځاى کول او پر امنيتي ځواکونو يې بريدونه کول.

پاڅون کوونکي وايي، د وسله والو مخالفينو د همدې کړنو له امله د هغوى ژوند له سختو ستونزو سره مخ وو؛ ځکه خو اوس مجبور شوي چې د هغوى د دغه راز کړنو پر وړاندې په خپله ودرېږي.

 

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.