Language

ځينو پخوانيو جهادي قوماندانانو له افغان ځواکونو ملاتړ اعلان کړ

مزارشريف (پژواک، ٢ سلواغه ٩٣): د شمال زون ځينو پخوانيو جهادي قوماندانانو د امنيت او ثبات په موخه د ترهګرو پر وړاندې د افغان ځواکونو د ملاتړ اعلان وکړ.

دغه ملاتړ د سلواغې په ۲مه د بلخ د ولايتي شوار په انګړ کې د شمال زون يو شمېر پخوانيو جهادي قوماندانانو د يوې غونډې په ترسره کولو اعلان کړ.

دوی، چې شمېر يې لسګونو تنو ته رسېده، د هېواد له ملي بيرغ  جوړې شوې جامې يې پر تن وې او يو شمېر ځوانانو يې هم ملګرتيا کوله. 

مهدي يار چې ځان يې د شمال زون د مجاهدينو د شورا مشر معرفي کړ، د يادې غونډې په څنډه کې پژواک خبري اژانس ته وويل، په دې وروستيو کې په شمال زون کې د وسله والو طالبانو تر څنګ د داعش په نوم د ترهګرو د فعاليتونو په اړه يې هم اورېدلي دي.

نوموړي زياته کړه: ((مجاهدينو د روسانو يرغل مات کړ، که له دې وروسته هم څوک په افغانستان د بريد فکر کوي، نو موږ غلي نه شو پاتې کېدی.))

د هغه په وينا، دوی د وسله وال طالب او داعش هېڅ توپير نه کوي؛ هر څوک چې د دغه هېواد د ملي ګټو او امنيت پر خلاف کار کوي، دوی يې مخنيوى خپله دنده ګڼي.

مهدي يار زياتوي، له همدې امله د افغان ځواکونو د ملاتړ اعلان کوي چې د اړتيا پر مهال ورسره د وسله والو طالبانو او داعش پر وړاندې مرسته وکړي.

د شمال زون پخوانی جهادي قوماندان محمد ظريف چې په ياده غونډه کې يې برخه اخيستې وه، پژواک ته وويل، که چېرې رښتيا هم په هېواد کې د داعش په نوم کومې ډلې فعاليت پيل کړی وي، نو دوی به له وسله والو طالبانو سره توپير ونه لري.

ده زياته کړه، وسله والو طالبانو هم د پرديو ګټو لپاره د افغانستان د امنيت او ثبات پر وړاندې خنډونه جوړول او داعش وسله واله ډله به همدا کار کوي.

د هغه په خبره، دوی لومړى پر خپلو افغان ځواکونو باندې باور لري چې د ورته ګواښونو لپاره به يې وړ امنيتي تدابير نيولي وي؛ که چېرې دوی ته اړتيا وي، نو له همدې ګړۍ د وطن د ساتنې لپاره چمتو دي.

محمد ظريف وويل: ((ديارلس کاله کېږي چې ټوپک مو غورځولی؛ که اړتيا پيدا شي، نو يو ځل بيا به يې د وطن د ساتنې لپاره پورته کړو.))

د مزارشريف اوسېدونکي ۲۸ کلن محمد قيوم چې د هېواد له توغه يې جوړې جامې کړې پر تن وې، پژواک ته وويل چې د خپل هېواد د فاع په موخه يې نن په ياده غونډه کې برخه اخيستې ده.

نوموړي زياته کړه: ((جګړه د پرمختګ لاره نه ده؛ خو که چېرې مو نړيوال ترهګر ورته مجبور کړي، نو د خپلو افغان ځواکونو سره څنګ په څنګ به د وطن دفاع وکړو.))

د روانې اوونۍ په پيل کې د شمال زون د ۲۰۹ شاهين قول اردو قوماندان د يوې امنيتي غونډې په ترڅ کې پژواک ته ويلي وو چې په دغه زون کې يې د داعش په نوم د نړيوالې ترهګرې ډلې د شتون او فعاليت په اړه اوازې اورېدلې دي خو لا ورسره مخ شوي نه دي.

ده زياته کړې وه افغان ځواکونه له شته ځواک سره د دې وړتيا لري چې د خپل وطن ساتنه وکړي.

Related Topics