Language

د کورنيو چارو وزارت ته نوماند وزير دوهم تابعيت پرېښى

کابل (پژواک ٥ سلواغه ٩٣): د ولسي جرګې د ګډ کمېسيون يو غړى وايي، د کورنيو چارو وزارت ته نوماند وزير دوهم تابعيت له لاسه ورکړى دى.

د کورنيو چارو وزارت ته نوماند نورالحق علومي د هالنډ تابعيت درلود.

د نوماند وزيرانو د اسنادو د څېړنې ګډ کمېسيون او په ولسي جرګه کې د کابل استازي حفيظ منصور، نن ناوخته پژواک خبري اژانس ته وويل، په کابل کې د هالنډ سفارت د علومي په اړه ليکلي، چې له دې هېواده د نوموړي تابعيت سلب شوى او نور دا کس د هالنډ تابعيت نه لري.

ده زياته کړه، که حکومت وغواړي چې علومي يو ځل بيا د کورنيو چارو وزارت لپاره نوماند کړي، ولسي جرګې ته يې يو ځل بيا معرفي کولى شي.

د هغه په وينا، د دوه تابعيت لرونکو ٧ کانديد وزيرانو له ډلې درېيو تنو اى سلطان خيري د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته نومانده، سعادت نادري د کار او ټولنيزو چارو وزارت ته نوماند او صلاح الدين رباني د بهرنيو چارو وزارت ته نوماند، نن له غرمې وروسته شاوخوا دوه بجې ياد شوي کمېسيون ته خبر ورکړى، چې د دوهم تابعيت د پرېښودو چارې يې پيل کړي، خو لا نه دي بشپړې شوي.

خو د ولسي جرګې د نړيوالو اړيکو کمېسيون مشر عبدالقادر ځاځي ويلي، چې د يادو درې واړو نوماند وزيرانو د دوهم تابعيت د پرېښودو سندونه، د نه بشپړتيا له امله رد شوي دي.

ده زياته کړې، دغو کانديد وزيرانو چې کوم سندونه وړاندې کړي وو، د تابعيت د پرېښودو د بهير اسناد دي، نه قطعي اسناد چې د دوهم تابعيت پر پرېښېدو دلالت وکړي.

له بلې خوا حکومت ته يوه نږدې سرچينه وايي، ولسمشر اشرف غني له خپل ټيم سره په دې غور کوي، چې د ولسي جرګې له لوري د رد شويو وزيرانو پرځاى نوې څېرې معرفي کړي.

سرچينې زياته کړه، حکومت د ولسي جرګې پرېکړې ته په احترام سره په شپږو نويو څېرو غور کوي او دې جرګې ته يې ور لېږي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.