جلال اباد (پژواک،۵ سلواغه٩۳): په ننګرهارکې دکانکور ازموينې درې ورځنى بهير پيل شو،چې له نږدې۱۳ زرو تنو څخه به ازموينه واخيستل شي.
د ننګرهار پوهنتون رييس ډاکټر محمد طاهرعنايت د سلواغې په ۵مه پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې سږکال د ننګرهار په پوهنتون کې له ١۲٧۲۰ تنو څخه، چې له دوولسمو ټولګيو فارغ شوي، د کانکور ازموينه اخيستل کېږي، چې ۱۲۵۴ ښځينه دي.
نوموړى وايي ياده ازموينه به درې ورځې دوام وکړي، چې نن د سلواغې په ۵مه يې لومړۍ ورځ وه.
د ده په وينا، د ننګرهار پوهنتون په ټولو پوهنځيوکې د شاوخوا څلورزره محصلينو د جذب توان لري.
عنايت زياته کړه: ((موږ سږکال يو ګډ کمېسيون جوړ کړى، ان شاءالله سږ کال به هغه شکايتونه ، چې پخوا خلکو لرل، نه وي.))
نوموړى دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې د کانکور په ازموينه کې يو شمېر ګډون کوونکي اندېښنه لري، چې په ياد کانکور کې به له اړيکو اوبډو اخيستو څخه کار واخيستل شي.
امنه يوه له هغو کسانو څخه ده ،چې د کانکور په ازموينه کې يې نوم ليکلى دى.
نوموړې، چې تېر کال يې هم ياده ازموينه ورکړې، وايي: (( بس څوک چې پيسې ورکوي او څوک چې اړيکې ولري، هغه کامياب دى؛ هر پوهنځى يې چې خوښ وي، راځي ورته.))
امنې پر چارواکو غږ وکړ، چې د دوى پر برخليک دې لوبې نه کوي او کوم حق يې چې دى، بايد ورته ورکړل شي.
هغې دا هم وويل: ((زما داسې ټولګيوال تېرکال په کانکور کې ښو ښو پوهنځيو ته بريالي شوي، چې تراوسه د کيميا په تعريف هم نه پوهېږي.))
يوه بله ګډون کوونکې وجيهه هم ورته اندېښنه لري او وايي، له پلار څخه يې يو چا د دوه زره امريکايي ډالرو غوښتنه کړې، چې لور به يې طب پوهنځي ته په ذمه وارۍ بريالۍ کوي.
دې زياته کړه: ((پلار ته مې ويلي و، چې په امتحان کې به ورسره کومک وکړي او سوالونه به ورته په مسج کې ولېږي.))
خو د ننګرهار پوهنتون رييس ډاکټر محمد طاهرعنايت بيا وايي، دوى سږ کال د ټولو غير قانوني لارو مخه نيولې ده.
هغه زياته کړه، هېڅ هغه تن ته د ازموينې په صحنه کې اجازه نه ورکوي، کوم چې مسووليت نه لري.
له کابل څخه د تللي پلاوي مشري چې د لوړو زده کړو وزارت مرستيال پوهندوی حسنيان کوله، پژواک اژانس ته وويل : ((زموږ هڅه به دا وي چې د ننګرهار حوزې ازموينه يوه نمونه ازموينه وي، او له درغليو څخه پاکه او شفافه ازموينه وي.))
هغه زياته کړه چې ټولو امنيتي ادارو د پوهنتون امنيت نيولي، هيڅ غېر مسوول کس به پوهنتون ته پرنښودل شي .
حسنيان وويل: (( د وزارت پلاوی يو باصلاحيته پلاوی دی او له سرغړونکو سره به قانوني چلند وکړي.))
د ننګرهار ولايت والي مولوي عطاءالله لودين بيا له کابله پر راغلي پلاوي غږ کوي،چې ولايتي اداره د کانکور د ښه والي لپاره ددوى په خدمت کې ده.
هغه زياته کړه: (( پلاوي ته مې ويلي، چې د ناامنۍ او ګډوډۍ مخه موږ نيسو، خو حق بايد ونه خوړل شي.))
ياده دې وي، چې دکانکور دغه ازموينه به دوه ورځې نور هم دوام ولري، چې پاتې ټول زده کوونکي به ازموينه ورکوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP