کابل ( پژواک، ٦ سلواغه ٩٣ ) : د ملي امنيت لوى رياست وايي چې د کندهار پر امنيه قوماندان جنرال عبدالرازق د ځانمرګي بريد مخه نيول شوې ده.
په کابل کې د ياد رياست د مطبوعاتي دفتر له خوا د سلواغې په ٦مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ملي امنيت د لوی رياست منسوبينو د يو لړ ځانګړو عملياتو په ترڅ کې يو تن ځانمرګی بريدګر نيولى دى.
سرچينې زياته کړې، دغه بريدګر چې رحمت الله نومېږي، د کندهار ښار د لسمې ناحيې د منزل باغ سيمې اوسيدونکی دى چې د وسله والو طالبانو د ځانمرګو بريدونو د يوه مسوول جبار اغا په دستور د ډيورنډ پولې له پورې غاړې څخه رالېږل شوى و.
په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه بريدګر ته دنده سپارل شوې وه، چې د کندهار پر امنيه قوماندان جنرال عبدالرازق ځانمرګى بريدترسره کړي، خو خپلې موخې ته تر رسېدو مخکې د امنيت ملي د منسوبينو له خوا ونيول شو.
د سرچينې په وينا، نيول شوي تن د څېړنو پر مهال په خپل جرم اعتراف کړى او ويلي يې دي چې د ډيورنډ د کرښې هاخوا په چمن سيمه کې د طالبانو په ترهګريزو مراکزو کې د ځانمرګي بريدونو له زده کړې وروسته د ځانمرګي بريد په موخه رالېږل شوی و .
د کندهار امنيه قوماندانۍ او د ولايت مقام تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يادونې ده چې تر دې مخکې هم د کندهار پر امنيه قوماندان څو ځلې ځانمرګي بريدونه شوي، چې دى ترې روغ وتلى، خو په وروستي ځل سخت ټپي شوى و.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP