جلال اباد (پژواک، ٦ سلواغه ٩٣): د ننګرهار ولايت د جلال اباد ښار په يوه هوټل کې چاودنې پنځه تنه ټپيان کړي دي.
د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ وياند حضرت حسين مشرقيوال د سلواغې په ٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا چاودنه نن غرمه شاوخوا دوولس بجې د جلال اباد ښار د لومړۍ ناحيې اړوند د بابا ولي په هوټل کې شوې ده.
هغه زياته کړه چې پېښه د ګازډبې د چاودنې له امله رامنځته شوې او له امله يې ځينې کسان برسېرن ټپيان شوي دي.
د ننګرهار د والي وياند احمدضياء عبدالزي پژواک ته وويل چې په دې چاودنه کې پنځه تنه ټپيان شوي چې روغتون ته لېږدول شوي دي.
د جلال اباد د مرکزي روغتون يوې سرچينې پژواک ته وويل چې د ټپيانو روغتيايي حالت ښه دى.
د اسدالله په نوم يوه عيني شاهد پژواک اژانس ته وويل چې غرمه خلک په ډوډۍ بوخت و، چې ناڅاپه په هوټل کې چاودنه وشوه.
دى وايي، تر اوسه د چاودنې نوعيت نه دى معلوم.
د يادونې ده، دوه ورځې مخکې هم په جلال اباد ښار کې ديوې چاودنې له امله څلورو پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP