Language

فرهنګيان: حکومت دې د ادبياتو ودې ته پاملرنه وکړي

ښرنه (پژواک، ٦ سلواغه ٩٣): د پکتيکا ولايت ليکوالو او شاعرانو له حکومته غوښتنه وکړه چې د ادبياتو ودې ته دې پاملرنه ډېره کړي.

يادو فرهنګيانو تېره شپه په مرکز ښرنه کې د مشاعرې پر مهال وويل چې په تېرو ۱۳ کلونو کې د ادبياتو د ودې لپاره هڅې نه دي شوي او اوس بايد په دې برخه کې کار وشي.

د پکتيکا د ادبي بهير مشر انعام الله ګوهر وويل چې په تېرو څو کلونوکې په هره برخه کې کارونه شوي، خو د شعر او ادب په برخه کې هغسې چې تمه وه ، کار نه دى شوى.

نوموړي زياته کړه، دا لومړی ځل دی چې د پکتيکا د اطلاعاتواو فرهنګ، قبايلو رياستونو او د دې ولايت د شاعرانو په زيار مشاعره جوړيږي.

په دې ولايت کې د لېمې راډيو د نشراتو مسوول شهاب پژواک خبرى اژانس ته وويل چې د دغسې غونډو او مشاعرو جوړول د ټولنې کار دى، خو حکومت بايد په لوړه کچه د ادبياتو د ودې لپاره کار وکړي.

ده وويل: ((حکومت بايد لوى فرهنګي او ادبي مرکزونه جوړ کړي، د ليکوالو او شاعرانو د کتابونو د چاپ لپاره ښه زمينه برابره کړي او د ادبياتو د ودې لپاره نړيوالې غونډې جوړې کړي.))

د پکتيکا ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رييس بشير محمدي مني چې په دې ولايت کې د پام وړ ادبې هڅې نه دي شوي خو تر دې وروسته به په دې برخه کې هڅې ډېرې کړي.

ده وويل، په دې ولايت کې تکړه شاعران او ليکوالان شته خو بيا هم په ادبې ناستو او نورو فرهنګي برخو کې ګډون نه کوي.

نوموړي زياته کړه چې که د دې ولايت فرهنګيان له دوی سره يو ځای کار وکړي، دوی به ترې خپل امکانات ونه سپموي.

د پکتيکا ښاروال سيد عبيدالله سادات له فرهنګيانو سره ژمنه وکړه،چې ډېر ژر به فرهنګيانو ته د غونډو او مشاعرو د تالار لپاره ځمکه ورکړي.

د يادونې ده چې په دې مشاعره کې د پکتيکا پر شاعرانو سربېره د پکتيا او غزني ولايتونو  يو شمېر فرهنګيانو او شاعرانو هم  ګډون کړى و .

Related Topics