Language

يو افغان بوکسر، چې لومړى مقام يې تر لاسه کړی  وستايل شو

مزارشريف (پژواک ٦ سلواغه ٩٣): يو افغان بوکسر، چې د هندوستان په “فري فايټ” اتلوليو کې يې لومړى مقام تر لاسه کړی، د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې وستايل شو.

د مزارشريف ښار اوسېدونکي احمد فواد اريا، نږدې لس ورځې وړاندې د هندوستان په هغو اتلوليو کې لومړى مقام خپل کړ، چې د هندوستان د لوبډلو په ګډون د اسيايي هېوادونو ۷۲ لوبډلو په کې برخه اخيستې وه.

په دغو سياليو کې د ياد ځوان له خوا د طلايي مډال د ګټلو په وياړ نن د سلواغې په ۶مه، په مزارشريف ښار کې د مدني ټولنو د يو شمېر استازو له لوري غونډه جوړه شوې وه، چې د سپورټ مينه والو په کې برخه اخيستې وه.

د يادې غونډې يوه تنظيموونکي سهراب پژواک خبري اژانس ته وويل، په يادو سياليو کې د هندوستان د لوبډلو په ګډون د اسيايي هېوادونو ۷۲بېلا بېلو لوبډلو برخه اخيستې وه، چې لومړى مقام په کې افغان لوبغاړي احمد فواد اريا تر لاسه کړى دى.

نوموړي زياته کړه، په هندوستان کې د فري فايټ (Free Fight) اتلوليو کې د لومړي مقام ګټل له شتو ستونزو سربېره د افغان ځوانانو لپاره د وياړ خبره ده.

احمد فواد اريا چې په ياده غونډه کې يې برخه اخيستې وه، پژواک ته وويل، خوښ دی چې له امله يې يو طلايي مډال د افغانستان په نوم شو.

دى زياتوي، په يادو سياليو کې يې د فري فايټ په سيالۍ کې برخه واخيسته، چې د لومړي مقام په نامه يې د طلايي مډال د ګټلو تر څنګ د ښه جنګېدونکي ورزشکار کپ هم تر لاسه کړ.

اريا وويل، چې په يادو سياليو کې د افغانستان څوارلسو نورو ورزشکارانو هم برخه اخيستې وه، چې د ده په ګډون ديارلسو په کې طلايي مډالونه واخيستل او ده لومړى مقام وګاټه.

Related Topics