Language

بلخ کې د لومړي ځل لپاره د فوټبال ښځينه لوبڅارې روزل کېږي

مزارشريف ( پژواک ٧ سلواغه  ۹۳): د بلخ ولايت په مرکز کې په لومړي ځل د فوټبال لوبې لپاره ښځينه لوبڅارې روزل کېږي او بيا د دې  ولايت د نجونو د فوټبال منتخبه لوبډله جوړيږي.

د افغانستان د فوټبال فدراسيون وياند علي کاظمي،پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دې اړه نن شپږ ورځنى ورکشاپ پيل شو چې په ترڅ کې به يې ٢٩ نجونو ته د فوټبال د لوبڅارۍ زده کړې ورکړل شي.

دى وايي چې دغه نجونې د بلخ د فوټبال فدراسيون او د پوهنې رياست له خوا ياد ورکشاپ ته ورپېژندل شوې دي.

علي کاظمي وايي، چې د ورکشاپ په پای کې له ګډونوالو څخه ازموينه اخيستل کېږي او څلورو تنو ته به يې د فوټبال د ښځينه لوبڅار سندونه ورکړل شي.

د ياد ورکشاپ استادې مريم سيدزاده، وايي چې يادې څلور لوبڅارې به  د ۱۲ کلونو ښځينه او نارينه لوبډلو د لوبو څارنه کوي.

هغه وايي، چې په دې ولايت کې له يوه کال راهيسې د نجونو د فوټبال لوبډلې د جوړېدو هڅې پيل شوي او د ياد ورکشاپ په پاى کې به  د سياليو له لارې د بلخ د ١٢ کلنو نجونو د فوټبال لوبډله غوره شي.

د بلخ  د فوټبال فدارسيون مشر حاجي اسحق  د ياد ورکشاپ پيل کېدل په بلخ  کې د ښځينه وو د فوټبال د ودې لپاره ښه ګام بولي او وايي چې ياد لوبڅاران به د ورکشاپ په پای کې د بلخ  لپاره د فوټبال د  ۱۲ کلونو نارينه وو لوبډله  چې دم ګړۍ يې لوبې روانې دي، هم ټاکي.

د ياد ورکشاپ ګډونواله زهرا حسن زاده هم پر ياد ورکشاپ کې پر ګډون خوښه ده او وايي : (( همدا راته د وياړ ځای دی، چې افغان نجلۍ يم او د فوټبال لوبڅارۍ لپاره زده کړې کوم.))

هغې زياته کړه، چې په افغانستان کې د شته ځينو مجبوريتونو له امله تر ډېره نجونو د فوټبال لوبه نه کوله، خو اوس دا خوښه ده  چې  نجونې هم په دغه لوبه کې برخه اخلي.

Related Topics